کابل (پژواک، ۵ تله ۹۹): د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په شاوخوا یو کال کې د دوه میلیارده او ۱۴۷ ميلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۹ ټولګټې پروژې پلې کوي.
د دغو پروژو تړونونه نن د یاد وزارت نوماند وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي له پرمختیایي شوراګانو سره لاسلیک کړي دي.
سرچینه لیکي چې د یاد وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام اړوندو یادو پروژو کې د څښاک اوبو او د اوبو رسولو د شبکو کانالونه، ۱۰۸ کیلومتره سړک، استنادي دیوالونو، پلونه، څاګانې پروژې شاملې دی چې ۱۰۷ یې د کوچیانو لپاره دي.
د کليو بیارغونې او پراختیا نوماند وزیر په وینا، په یادو پروژو ټول ۱۴۷ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي. د ده په وینا له دغو پروژو ۱۱ المان تولیدوي، ۸۵ ميلیونه یې د اسیا پرمختیایي بانک ورکوي او پاتې نور د افغانستان د دولت له بودیجې ورکول کیږي.
د سرچینې معلوماتو له مخې، دغه پروژې به په شاوخوا یو کال کې بشپړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن