ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار بټي کوټ يوه مېرمن د نجونو د زده کړو د ودې لپاره کار کوي

د ننګرهار بټي کوټ يوه مېرمن د نجونو د زده کړو د ودې لپاره کار کوي

author avatar
29 Sep 2020 - 14:57
د ننګرهار بټي کوټ يوه مېرمن د نجونو د زده کړو د ودې لپاره کار کوي
author avatar
29 Sep 2020 - 14:57

جلال اباد (پژواک، ٨ تله ۹۹): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ يوه اوسېدونکې مدني فعاله ليلو افغان وايي، خپله يې د کورنۍ له سخت مخالفت سره زده کړې کړي او په خپله سيمه کې د نجونو د زده کړو د ودې لپاره کار کوي.

هغه چې د طب په برخه کې يې نيمه لوړې زده کړې هم کړې دي او اوس په خپله ولسوالۍ کې ښوونکې ده، وايي پلان لري چې د مدني فعاليت تر څنګ سياسي فعاليت هم پيل کړي او د دې لپاره يې پلان جوړ کړی چې نږدې راتلونکي کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ولولي.

ليلو افغان له پژواک اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل، د ښوونځي په نهم ټولګي کې وه چې کوژده شوه او خسر يې له زده کړو منع کړه خو وايي، خاوند يې تر واده وروسته بېرته تشويق کړه چې خپلې زده کړې وکړي او ترڅنګ يې مدني فعاليت او د ښځو د حقونو برخه کې کار هم وکړي.

د نوموړې په خبره، خاوند يې خپله نالوستی دی خو تل يې د دې د ټولنيز فعاليت او زده کړو ملاتړ کړی دی.

هغې زياته کړه:(( له واده وروسته مې خاوند غوښتل چې زه خپل تعليم سرته ورسوم، خسر مې اجازه نه راکوله، له ډېرو ستونزو سره مخ شو حتی موږ يې له کوره بهر کړو، خو مېړه مې ملاتړ وکړ او زه اوس دې ځای ته را رسېدلې يم.))

ليلو افغان وايي، اوس په خپله سيمه کې د نجونو په يوه ښوونځي کې ښوونکې هم ده او تر څنګ يې د خپل کور کلي خلک هڅوي چې خپلو لوڼو باندې زده کړې وکړي.

هغې زياته کړه، خپله سيمه کې پرې دومره باور ډېر شوی چې که د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومه قضيه وي، نو د ولسوالۍ له لوري همدې ته رالېږل کېږي او دا يې د حل په موخه هڅې کوي.

ليلو افغان وويل: ((زموږ په کلي کې يوه ښځه وه، له خسرګنۍ سره يې لانجه راغلې وه او دا يې د پلار کور ته رالېږلې وه، هيڅ چا دا جرئت نه شو کولی چې دا موضوع حل کړي، زه يې خسرګنۍ کره لاړم ، جوړه مې وکړه او ښځه اوس د پلار له کوره د خاوند کور ته تللې ده.))

هغې دا هم وويل چې د خپلې ولسوالۍ او د نورو افغان ښځو د غږ رسولو په موخه يې دوه ځلې مشورتي لويه جرګه کې هم ونډه اخيستې او پلان لري چې راتلونکي کې ولايتي شورا ته لار پيدا کړي.

د ليلو افغان په خبره، دا تېرو ټاکنو کې يې ځان د ولسوالۍ شورا ټاکنو ته هم نوماند کړی و خو هغه ټاکنې ونه شوې نو ځکه يې ولايتي شورا ته د تګ لپاره له همدا اوس څخه هلې ځلې پيل کړې دي.

نوموړې دغه راز په بټي کوټ کې له يو شمېر موسساتو سره وخت ناوخته د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې هم د ټرينرې او عامه پوهاوي پيغام رسوونکې په توګه کار کوي او وايي دا چاره په دې موخه کوي چې د ولسوالۍ نجونې يې د زده کړو حق تر لاسه کړي.

بټي کوټ د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده چې کلونه نا امنه وه خو اوس په کې له ولسي پاڅون سره امنيت تر پخوا ښه شوی او د زده کړو لړۍ هم په کې پراخه شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.