مزارشريف ( پژواک، ۱۲تله٩٩ ) د بلخ ولايت د امبولانس کارکوونکي وايي، چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د دوی حقوق او امتيازات نه دي ورکړل شوي.
د بلخ امبولانس کارکوونکو چې شمېر يې ۵۳ تنو ته رسېده، مزارشريف کې د يوه اعتراضي حرکت له لارې له حکومت څخه د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه.
دوی وايي، که په درې ورځو کې يې معاش ورنکړل شي؛ نو د اعتراض په ډول به د تحصن خيمه ودروي.
د بلخ امبولانس مسوول ډاکټر عبدالوکيل عثماني پژواک ته وويل، چې پنځه مياشتې وړاندې د کرونا په اوج کې د بلخ عامې روغتيا رياست په غوښتنه او د بلخ ولايت مقام په حکم ، بلخ امبولانس اداره جوړه شوه.
نوموړي زياته کړه، چې وروسته بيا د ازاد رقابت له لارې بلخ امبولانس ادارې ته نوي کارمندان ور وپېژندل شول او خپل فعاليت يې پيل کړ.
هغه وايي چې پيل کې د قراردادونو برخه کې هم ګڼې ستونزې وې؛ خو وروسته بيا هغه مشکلات حل شول؛ خو د پيل ورځې راهيسې تر اوسه يوه کارمند ته هم معاش نه دی ورکړل شوی.
ډاکټر عثماني وويل: (( موږ په سختو شرايطو کې له خپل روغتيايي سيستم سره همکاري وکړه، د ورځې او شپې به مو کار کاوه؛ خو متاسفانه د بلخ سيمه ييزې ادارې زموږ د چارو ستاينه ونکړه، موږ يې له ستاينې ور تېر يو، اوس دې مهرباني وکړي او زموږ معاش دې راکړي)).
دى زياتوي، چې د بلخ عامې روغتيا رياست، د بلخ ولايتي شورا او بلخ ولايت مقام ته يې بار بار مراجعه کړې؛ خو چا يې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.
نوموړی وايي، چې د بلخ امبولانس د ټولو کار کوونکو شمېر ۵۳ تنه دی او څلور مياشتې کېږي، چې يوه يې هم خپل حقوق او امتيازات نه دي تر لاسه کړي.
يو بل معترض چې ځان وحيدالله او د بلخ امبولانس معتمد بولي وايي، چې اړوندو ادارو د دوی پر غوښتنو ځانونه کاڼه اچولي دي.
هغه زياته کړه، پنځه مياشتې مخکې کله چې ډاکټر نظام الدين جليل د بلخ د عامې روغتيا رييس وو؛ نو بلخ امبولانس اداره يې ايجاد کړه؛ خو اوس د صحت عامې نوی رييس غواړي دغه اداره بېرته لغوه شي.
نوموړي زياته کړه: (( دلته ستونزه داده، چې هر څوک نوی رييس راځي بايد خپل خلک مقرر کړي؛ موږ په رسمي ډول ټاکل شوي يو، خپل معاش دې راکړي او بلخ امبولانس اداره دې فعاله وساتل شي)).
وحيدالله غوښتنه وکړه، چې دوی دې سياسي رقابتونو نه قرباني کېږي.
هغه وويل، چې يواځې د خپل معاش غوښتنه لري او زياته يې کړه، چې پوهېږي نور يې څوک په دغه اداره کې نه پرېږدي.
د فهيم عمري په نوم د بلخ امبولانس يوه بل معترض کار کوونکي پژواک ته وويل، چې حکومت دې د دوی د قربانيو سپکاوی نه کوي.
هغه له اړوندو ادارو څخه د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې که غږ يې وانورېدل شي؛ نو خپل اعتراض به پراخ کړي.
عمري زياتوي، چې که د دوی کار غير قانوني وي؛ نو ولې پنځه مياشتې د عامې روغتيا په چوکاټ کې د فعاليت اجازه ورکړل شوه.
د بلخ امبولانس معترضو کار کوونکو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره حکومت ته درې ورځنی مهلت وکړ؛ څو د دوی معاشونه اجرا کړي.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي وو، چې په دغه موده کې يې حقوق ورنکړل شي؛ نو د ولايت مقام مخې ته به د تحصن خيمه ودروي.
په ورته مهال د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر خليل حکمتي هم وايي، چې د بلخ امبولانس دغو کارمندانو ته بايد معاش ورکړل شي.
خو د حکمتي په خبره د بلخ امبولانس ادارې جوړول خپل قانوني مراحل نه دي طی کړي او د موقت وخت لپاره جوړه شوې وه.
حکمتي وويل، چې د بلخ امبولانس په نوم اداره د عامې روغتيا وزارت سره ثبت نه ده او د ضرورت پر اساس د لنډ وخت لپاره فعاله شوې وه.
نوموړی زياتوي، چې د بلخ امبولانس کار کوونکو څلور مياشتې کېږي، چې خدمات وړاندې کوي او بايد معاشونه ورکړل شي.
د بلخ د عامې روغتيا رييس همدا راز وايي، چې د بلخ امبولانس د کارمندانو د معاشونو په اړه به د ولايت مقام په روغتيايي کمېټه کې پرېکړه کېږي.
خو هغه له يادې کمېټې څخه غوښتنه وکړه، چې د دغو معترضو کارمندانو د معاشونو د اجرا برخه تاييد کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










