هرات ښار (پژواک، ١٣ تله ٩٩): هرات ولايت کې د شاوخوا ٤٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوې څه باندې زر مميز خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د يادو مميزخونو د ګټې اخيستنې د سپارلو په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزير انوارلحق احدي وويل چې په دغه ولايت کې نن ١٠٠٥ مميزخونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
ده وويل چې پر يادو خونو د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ٤٢٠ ميليونه افغانۍ لګول شوې دي.
وزير دا هم وويل چې د يادو مميزخونو د جوړلو ٩٠ سلنه لګښت د کرنې وزارت او پاتې نور يې د خلکو له لوري ورکول شوى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يادې ممیزخونې په یوه وخت کې څه باندې ۱۰ زره ټنه انګور پر ممیزو د بدلولو وړتيا لري.
دغه راز د هرات مرستيال والي نور احمد حيدري وويل چې په دغه ولايت کې د سړخونو د کموالي له امله کروندګر له ستونزو سره مخ دي چې بايد پاملرنه ورته وشي.
ده وويل: ((د سړو خونو جوړول د ولايت مقام په لومړيتوب کې دى، موږ له وزير صاحب نه غوښتنه وکړه چې په راتلوونکي کال کې د سړوخونو جوړول پيل کړي.))
د يادونې ده چې سږکال په دغه ولايت کې ٤٢٠ د پيازو او کچالو زېرمتونونه هم ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن