ژبه

پلخمري کې پر پوليسو چاودنه شوې ده

پلخمري (پژواک، ١٤ تله ٩٩): د بغلان په مرکز پلخمري کې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه پر سيمه ييزو پوليسو چاودنه شوې چې امله يې دوه کسان ټپيان شوي دي.

په بغلان کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار اته نيمې بجې په پلخمري ښار کې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنه وشوه.

سرچينه وايي چې په دې پېښه کې دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي او رينجر موټر يې زيانمن شوى دى.

هغه زياتوي: ((په همدې سيمه کې د امنيې قوماندانۍ د خوراکي توکو د قراردادي دوکان دى، ماين په همدغه ځاى کې ورته خښ کړى و او همدلته پرې چاودنه شوې ده.))

ياده امنيتي سرچينه تور پورې کوي چې دغه چاودنه د وسله والو طالبانو له لوري ترسره شوې ده.

خو بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.