منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د امیرعلي شېر نوایي جومات بیاورغول شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

هرات ښار (پژواک، ١٦ تله ٩٩): د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د امیرعلي شېر نوایي جومات دبیارغولو خبر ورکوي.

دچارواکو په خبره، د امیر علي شېر نوایي جومات چې دخواجه عبدالله انصاري په زیارت کې موقعیت لري، د((ټیکا)) دفتر لخوا د٧۴ زره ډالرو په لګښت د دوو کلونو په موده کې مرمت کاري شوی دی.

د هرات د تاریخي ابداتو امر زلمي صفا وویل چې د امیرعلي شېرنوایي جومات له لومړنيو بدلونونو پرته د تېموریانو دورې په سبکبیا جوړ شوی دی.

د هغه په خبره، دغه جومات له ۸۰ کلونو د ډېرې تاریخي مخینې په درلودو په تېرو کلونو کې د ړنګېدو په حال کې و،او په هرات کې د ((ټیکا)) دفتر له خوا بیا رغول شوی دی.

هغه څرګنده کړه، اوس مهال په هرات کې له ټولو ۷۸۰ تاریخي ابدو۳۰ سلنه د خرابېدو په حال کې دي.

صفا زیاته کړه، له ټولو ۷۸۰ تارخي ابدو، تراوسه ۲۰۶ د ملي ابدو په توګه ثبت خو پاتې نورې یې د امکاناتو د نه شتون او امنیتي ګواښونو له امله نه دي ثبت شوې.

د هرات د تاریخي ابدو د ساتنې امر وویل چې دامهال د جوماتونو، تاریخي زېرمتونونو، د مولانا واعظ کاشفي زیارت، دهرات د لمانځه تالار، دامام فخرالدین رازي زیارت، د خواجه محمدغازي زیارت او د مزداخان د تاریخي حوض په ګډون، اته لویې تاریخي ابدې د مرسته کوونکو موسسو او اطلاعاتو او کلتور وزارت له بودیجې د بیارغولو په حال کې دي.

صفا زیاته کړه چې د هرات د تاریخي اثارو د بیارغونې لپاره د پیسو د راټولو هڅې روانې دي اوهیله لري هغه ګاونډي هېوادونه چې کلتوري مشترکات ولري په دې برخه کې مرسته وکړي.

په هرات کې د ټیکا د دفتر رییس علي ارغون چنار وویل چې په دې وروستیو کلونو کې یې په افغانستان په ځانګړي توګه هرات ولایت کې ګڼ شمېر تاریخي ابدات بیا رغولي اودوی هڅه کوي څو په راتلونکو کلونوکې دغه بهیر ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د خواجه عبدالله انصاري په زیارت کې د امیرعلي شېرنوایي جومات داخلي او بهرنۍ برخې ویجاړې شوې وې او دوی په همغه لومړنۍ بڼه د تېموریانو پر سبک مرمت کاري کړ.

د هرات د فرهنګي چارو شنونکي په دغه ولایت کې د تاریخي ابداتو د بیارغونې په اړه د حکومت پر نه پاملرنې نیوکه وکړه او وویل چې ډېری تاریخي ابدات د ویجاړېدو په حال کې دي، خو حکومت دهغه د بیا رغولو لپاره لږ پیسې ځانګړې کوي.

خو په هرات کې د فرهنګی چارو شنونکی شاه بهره اخطار ور کوي چې که حکومت اوس د تاریخي ودانیو بیارغونې ته پاملرنه ونه کړي، څو کاله وروسته به د دغو ابداتو د بیا رغولو لپاره د نن څو برابره پیسې ځانګړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په هرات کې څو تاریخي ابدې په ځانګړې توګه په هرات ښار کې تاریخي زېرمتونونه د باران له امله ړنګ شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه