منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په لوګر کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

پل علم (پژواک، ١٩ تله ٩٩): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې يو ښوونځى له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په رضاخېلو سيمه کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

عرب وايي چې د يادښوونځي ودانۍ د افغان حکومت د ملي بودجې له لارې د شاوخوا څوارلس میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه.

هغه  وایي،دغه ودانۍ ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، دوه د لابراتوار او کتابتون څانګې، مېز او څوکۍ، د اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیستم، د احاطې دېوال، کانکریټي کثافت دانۍ، پنځه غرفې تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې لري.

د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې،یاده ودانۍ په یوه وخت کې د ۴۰۰ زده کوونکو ځایولو وړتیا لري چې اوس ۳۲۶ زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي احمد جاوېد پژواک ته وويل چې دغه ښوونځى له نن څخه پوره نهه کاله وړاندې جوړ شوى خو تر اوسه يې ودانۍ نه درلوده.

هغه د يادې ودانۍ پر جوړولو خوښي وښوده او ويې ويل چې اوس به نو تر ډېره د زده کوونکو ستونزې کمې شي.

دا مهال په ازرې ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ۲۵ ښوونځي شته چې ۱۳ لومړني، شپږ منځني او شپږ نور يې لېسې دي.

د لوګر د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په ازرې ولسوالۍ شپږ زره کسان پر زده کړو بوخت دي چې دوه زره يې نجونې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه