مزارشريف (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): د بلخ ولايت د صرافاتو اتحاديې تښتول شوی مشر راخوشی کړای شو.
حاجي عبدالقيوم رحيمي دوه اوونۍ مخکې د مزارښار اړوند له چغدک سيمې هغه مهال تښتول شوی و چې د سهار لمانځه لپاره له کوره د جومات پر لور روان و.
د هغه د تښتول کېدو په غبرګون کې د بلخ صرافانو اعتراضونه وکړل چې په پايله کې يې درې ورځې مزارشریف ښار کې د صرافۍ مارکېټ هم تړل شوی و.
د بلخ د صرافانو اتحاديې د مشر د اختطاف کېدو له امله د يوې ورځې لپاره د افغانستان په لويو ښارونو، کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار کې د صرافۍ مارکېټونه د اعتراض په ډول وتړل شول.
خو تېره شپه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوه لنډه اعلاميه کې وويل چې د بلخ د صرافانو د اتحاديې مشر راخوشی کړای شو.
د خبرپاڼې په حواله عبدالقيوم رحيمي د پوليسو د اوپراتيفي عملياتو په لړ کې خوشی شوی دی.
کورنيو چارو وزارت په دې تړاو نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
پژواک خبري اژانس د بلخ د صرافانو د اتحاديې د مشر راخلاصېدو په تړاو د بلخ امنيې قوماندانۍ او بلخ ولايت مقام له ويندويانو د جزئياتو غوښتنه وکړه خو هغوی يواځې د رحيمي خلاصون تاييد کړ او د امنيتي ملحوظاتو له امله يې د نورو جزئياتو له شريکولو ډډه وکړه.
د بلخ د صرافانو اتحاديې د راخوشي شوي مشر د کورنۍ غړو هم د دې قضيې په تړاو له پژواک سره خبرې ونه کړې.
خو په بلخ کې يو شمېر صرافان له حکومته غوښتنه کوي چې دغه قضيه دې په هر اړخيز ډول خلکو ته روښانه کړي.
د مزارشريف يوه صراف حاجي نجيب له پژواک سره خبرو کې خوښي وښوده چې بالاخره يې د اتحاديې مشر راخوشی شو.
خو هغه زياتوي چې لا هم دغه قضيه يو ډول پټه ساتل کېږي چې په اړه يې د خلکو اندېښنې زياتېږي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونه بايد ولس ته روښانه کړي چې دغه سوداګر او صراف ولې تښتول شوی و او بېرته په څه ډول راخوشی کړای شو.
هغه وويل: ((موږ بايد ډاډمن شو چې نور مو د ژوند او کاروبار پر وړاندې خنډ نشته او دا هغه وخت امکان لري، چې د عبدالقيوم رحيمي د اختطاف قضيه په هر اړخيز ډول وڅېړل شي.))
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې دغه قضيه د پوليسو تر څېړنو لاندې ده او د معلوماتو له بشپړولو وروسته به له خلکو سره جزئيات شريک کړای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










