منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​هلمند کې په ميليونونو ډالرو جوړ د برېښنا يو سب سټېشن لوټل شوى

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۰ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٢١ تله ٩٩): د هلمند د برېښنا رياست چارواکي وايي چې د هلمند-کندهار د دوراهي په سيمه کې د برېښنا د يوه سب سټېشن وسايل چور شوي دي.

د هلمند د برېښنا رييس انجنير وحيدالله عليزي د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ٦٠١ نمبر شاهراه په سيمه کې د برېښنا د يوه سب سټېشن وسايل د خلکو له خوا وړل شوي دي.

نوموړی وايي چې دغه سب سټېشن په ميليونونو ډالرو جوړ شوى و چې د کجکي برېښنا بند، برېښنا به د همدې له لارې د کندهار او هلمند خلکو ته وېشل کېده.

دى وايي چې د سب سټېشن د چور کېدو له امله دا مهال د کندهار او هلمند پر خلکو برېښنا هم پرې شوې ده.

دغه راز يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې يادې سيمې ته د طالبانو له راتګ وروسته دغه سب سټېشن چور شوى دى.

سرچينې زياته کړه: ((دغه سيمه چې کله طالبانو نيولې، له هغه وروسته خلک راغلي او دغه سب سټېشن يې چور کړی دی.))

دغه سرچينه وايي چې د ياد سب سټېشن ساتونکي طالبانو له ځان سره بېولي نو ځکه خلکو ته د سب سټېشن د چور زمينه برابره شوې ده.

بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه