ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي دي

بغلان کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي دي

author avatar
14 Oct 2020 - 14:37
بغلان کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي دي
author avatar
14 Oct 2020 - 14:37

پلخمري (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو له امله ١٤ سرتېري وژل شوي او دوه لادرکه دي.

د يادې ولسوالۍ يوې سرچينې د تلې په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ګذرګاه نور ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د سيمه ييزې اردو د قوماندان عاطف په ګډون پنځه سرتېري وژل شوي او دوه نور لادرکه دي.

دغه راز سرچينه زياتوي چې په همدې شپه طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې د بېسيم په نوم پوستې هم بريد کړى چې په ترڅ کې يې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

په يادې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې تر ډېره کار نه کوي، نو په دې اړه له نورو سرچينو سره اړيکې ټېنګې نه شوې.

د بغلان امنيتي چارواکو او وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې دوه اوونې وړاندې هم وسله والو طالبانو پر يادې ولسوالۍ بريد وکړ چې د څلورو رنجرو په ګډون مهم دولتي اسنادو په کې اور واخيسته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.