منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دهلې بند پروژې د لومړۍ برخې د ۱۱۹ کانالونو جوړولو چارې پیل شوې

پژواک خبري اژانس
· ۳ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۴ تله ۹۹): په کندهار کې د دهلې بند پروژې د لومړۍ برخې اړوند د ۵۹ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۱۹ کانالونو جوړولو چارې پیل شوې.

د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي چې د یوه پلاوي په ملتیا یې نن غرمه کندهار ته سفر کړی و، دغه پروژه یې په ارغنداب ولسوالۍ کې پرانیسته چې د کندهار والي حیات الله حیات او د سیمې مخورو او قومي مشرانو هم ګډون درلود.

د یادې پروژې پرانیستې غونډې ته د کندهار والي حیات الله حیات وویل، دهلې بند پروژې پرانیستل چې "یو خوب او خیال ګڼل کېده" نن یې د لومړۍ برخې کارونه پیل شول.

دی وايي:"په روان ترینګلي او حساس سیاسي وضعیت کې چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا د جګړې شدت خلک ناهیلي کړي، د دغې پروژې د کارونو پیل لوی زېری دی."

هغه زیاته کړه چې تر راتلونکو میاشتو به د دغې مهمې پروژې د پاتې درېیو نورو برخو کارونه هم پیل شي.

کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت ته نوماند او سرپرست وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي وویل، د دهلې بند پروژه څلور عمده برخې لري چې لومړۍ یې د کانالونو جوړول، دویم؛ کندهار ښار ته د څښاک اوبو نلونه غځول، درېیم؛ د بند د دېوالونو لوړول او څلورم؛ د ۳۰ مېګاواټه برېښنا تولید دي.

دی وايي، د دغې پروژې پر لومړۍ برخې (د ۱۱۹ کانالونو پر جوړولو) ۵۹ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د دې ولایت اووه ولسوالۍ په بر کې نیسي.

هغه زیاته کړه، دغه پروژه د خلکو له خوا پلې کېږي چې زرګونو کسانو ته به په کې کار پیدا شي او ۱۰۲ میلیونه وګړي به ورڅخه ګټه پورته کوي.

د کریمي په وینا، دهلې بند اوسمهال د ۷ ولسوالیو ۴۰ هکتاره ځمکه خړوبوي چې د دغو کانالونو له جوړولو سره به ۴۶ زره هکتاره نوره ځمکه هم تر اوبو لاندې شي.

هغه د پروژې پرانیستغونډې ته وویل، دغه پروژه د درېیو ادارو (د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارت، کرنې وزارت او اوبو د تنظیم لوی ریاست) له خوا په ګډه پر مخ وړل کېږي چې څلور واړه برخې به یې تر راتلونکو درېیو کلونو بشپړې شي.

د نوموړي په وینا، د دهلې بند پر ټوله پروژه ۴۸۴ میلیونه ډالره لګښت لګیږي چې د اسیايي پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه له رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۸۸ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

مسوولین وايي، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به دغه بند د ۷۸۲ میلیونه متره مکعبه اوبو وړتیا ولري چې د دې ولایت کروندګر او باغ لرونکي به بشپړ کال د کرنې او مالدارۍ لپاره کافي اوبه ولري، خو اوسمهال د بند د کم ظرفیت له امله په میلیونونو متره مکعبه اوبه ضایع کېږي.

دغه بند اوس مهال د کندهار د اووه ولسواليو شاوليکوټ، ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

دغه راز څو کلونه مخکې د همدې بند د لومړي پړاو ترميماتي چارې د امريکا د متحده ايالاتو په ٧١ ميليونه ډالر لګښت تر سره شوې چې په کې د بند د لويو او کوچنيو دروازو، وال هاوس، تونل، کانالونو او اړوندې مشينرۍ د نوي کولو او جوړولو چارې شاملې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه