ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د خوست د ځاځي ميدان ولسوال وژل شوی

​د خوست د ځاځي ميدان ولسوال وژل شوی

author avatar
19 Oct 2020 - 16:01
​د خوست د ځاځي ميدان ولسوال وژل شوی
author avatar
19 Oct 2020 - 16:01

ګردېز (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): حکومتي سرچينې وايي چې د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوال د کابل- ګردېز پر لويه لار په يوه وسله وال بريد کې له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.

يوې حکومتي سرچينې د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د کابل- ګردېز پر لويه د کفترخانو په سيمه کې د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ پر ولسوال عبدالحي ځاځي باندې وسله وال بريد وشو.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ځاځى او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

د خوست د والي وياند طالب منګل وويل چې بريد د پکتيا ولايت په مربوطاتو کې شوى دى.

هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

خو په پکتيا د حوزوي روغتون سرطبيب اصيل خان ناصري پژواک ته وويل چې دغه بريد د لوګر ولايت اړوند د التمور په سيمه کې شوى دى.

ده وويل چې له ياد بريده د ولسوال په ګډون دوه جسدونه او يو ټپي روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه زياته کړه: ((ولسوال او يو ساتونکي يې وژل شوي او دا ټپي يو سپين ږيرى سړى دى چې له دوى سره په موټر کې و.))

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.