ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې يو پلاوى پاکستان ته لاړ

د ولسي جرګې يو پلاوى پاکستان ته لاړ

author avatar
23 Oct 2020 - 13:27
د ولسي جرګې يو پلاوى پاکستان ته لاړ
author avatar
23 Oct 2020 - 13:27

کابل (پژواک، ۲ لړم ۹۹): د افغانستان د ولسي جرګې د رييس په مشرۍ يو پلاوى له پاکستاني چارواکو سره د سولې په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د خبرو په موخه اسلام اباد ته لاړ.

 د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسيون رييس میر حیدر افضلي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پلاوى د پاکستان د پارلمان په بلنه اسلام اباد ته لاړ.

 دده په خبره، چې دغه پلاوى به د افغانستان او پاکستان د پانګوالو په مجمع کې د ګډون ترڅنګ د پاکستان له لومړي وزير عمران خان،د بهرنيو او کورنيو چارو له وزيرانو، د پاکستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو له رييسانو او د پاکستان د ملي امنيت شورا له سلاکار سره د سولې په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د ولسي جرګې د رييس ددفتر مسوول فهیم کارګر وايي چې دغه پلاوي کې د ولسي جرګې د غړو او اداري کسانو ترڅنګ د يادې جرګې د پنځو کمېسيونونو او د دارالانشا رييس هم شامل دي.

 تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان هم ويلي و چې د افغانستان د ولسي جرګې يو پلاوى د پاکستان په بلنه ياد هېواد ته ورځي.

د يادونې ده چې له دې مخکې د ملي مصالحې عالي شورا رييس ډاکټرعبدالله او د حزب اسلامي مشر انجنيرګلبدين حکمتيار هم پاکستان ته سفر کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.