ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې مېرمنو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

ننګرهار کې مېرمنو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
24 Oct 2020 - 14:43
ننګرهار کې مېرمنو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
24 Oct 2020 - 14:43

جلال اباد (پژواک، ۳ لړم ۹۹): په ننګرهار کې يو شمېر ښځينه مدني فعالانو او مېرمنو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې پر وړاندې خنډونه له منځه يوسي او سوله وکړي.

دوی دغه راز د جګړې دوام د ولس پر زيان ياد کړ او د دايمي اوربند غوښتنه يې وکړه.

دا لسګونه مېرمنې د لړم په ۳مه د ننګرهار ولايتي شورا مخې ته راټولې شوې وې او د يو سوله ييز لاريون پر مهال يې خپلې غوښتنې شريکې کړې.

ننګرهار کې د کور ښځينه مدني بنسټ مشرې او د دغه لاريون تنظيموونکې مقدسې احمدزۍ وويل، له لاريون يې موخه پر وسله والو طالبانو د سولې غږ او د اوربند غوښتنه ده.

هغې وويل، افغان حکومت او وسله وال طالبان بايد د سولې پر وړاندې بهانې جوړې نه کړي، شته خنډونه له منځه يوسي او اوربند وکړي.

هغې زياته کړه: ((تر اوسه د سولې په خبرو کې د ښځو استازولي په ښه شان روانه ده کچېرې د ښځو له حق سمه دفاع ونه شوه نو هم به حکومت ته خپل غږ رسوو او هم به سوله ييز لاريونونه کوو او له خپل حق څخه به دفاع کوو.))

د مرسل په نوم د لاريون ګډونوالې هيله وښوده چې سولې ته افغانان د رسېدو په حال کې دي خو بايد حکومت او طالبان د خلکو هيلې پر ناهيلۍ بدلې نه کړي.

هغې وويل، وسله وال طالبان او حکومت دې اوربند ته زمينه برابره کړي او سولې پر وړاندې خنډونه هم بايد لرې کړي.

دغه لاريون ته يو شمېر مېرمنې هم راغلې وې چې د جګړو پر دوام- يې اندېښنه وښوده.

مېرمن بي بي کوچۍ وايي، مېرمنې ځکه د جګړې قرباني دي چې د ځوانانو مړينه مېرمنې هم کونډوي او هم يې بوروي.

په دې وروستيو کې سولې راتلو هيله مندي ډېره شوې او په قطر کې د طالب استازو او افغان حکومت د خبرو ښې پايلې ته ولس ورځې او شپې شماري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.