ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور د ښځو چارو پخوانۍ رییسې د دغه ریاست پر ځمکه شخصي کور جوړ کړی

د غور د ښځو چارو پخوانۍ رییسې د دغه ریاست پر ځمکه شخصي کور جوړ کړی

author avatar
26 Oct 2020 - 15:10
د غور د ښځو چارو پخوانۍ رییسې د دغه ریاست پر ځمکه شخصي کور جوړ کړی
author avatar
26 Oct 2020 - 15:10

کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۹): اسناد ښیي چې د غور ولایت د ښځو چارو پخوانۍ رییسې معصومې انوري د دغه ریاست ۶۲۵ متره مربع ځمکه غصب کړې ده او پر هغې د ځان لپاره د استوګنې کور جوړ کړی دی.

معصومه انوري وايي چې ياده ځمکه د ښاروالۍ له خوا د پيسو په بدل کې ورکړل شوې ده او په دې اړه چې یاده ځمکه د ښځو چارو د ریاست ړوند ده، باید ښاروالي ځواب ورکړي؛ خو د فېروزکوه پخوانی ښاروال محمد عثمان عصمت ټينګار کوي چې دغه ځمکه یې معصومې ته نه ده ورکړې او په اړه یې هېڅ سند هم شتون نه لري.

د یوې قبالې په کاپي کې چې پژواک ترلاسه کړې راغلي چې د ۱۳۸۳ کال د وږي په درېیمه نېټه د دغه ولایت د ښاروالۍ له خوا د ښځو چارو ریاست ته ۲۰۰۰ متره مربع ځمکه ورکړل شوې څو په کې د یاد ریاست لپاره ودانۍ جوړه شي.

خو کوم سند چې پژواک ترلاسه کړی، هغه څه ښيي چې د دې ځمکې په ۶۲۵ متره کې د غور ولایت د ښځو چارو پخوانۍ رییسې معصومې انوري د استوګنې ودانۍ جوړ کړې ده.

د ښځو چارو وزارت د ۱۳۹۹ کال په ۲۶مه نېټه د یوه مکتوبو په ترڅ کې د غور ولایت د ښځو چارو له ریاسته د دې موضوع د څېړلو غوښتنه کړې ده.

په مکتوب کې راغلي: «له ادارې سره د شته اسنادو له مخې، د دغه ریاست د دفتر ځمکه ۲۰۰۰ متره مربع ده چې د ښاروالۍ ادارې له خوا تایید شوې ده، خو د ښاروالۍ د اسنادو له مخې چې دا مهال له دې ادارې سره موجود دي، اربعه حدود او د ځمکې اندازه ډېر توپیر لري.»

د مکتوب په دوام کې راغلي: «د ۳۰/۶/۱۳۸٣مې نېټې د (۱۶۲/۳۳۴) شمېرې د شرعي وثیقې حدود داسې ډول دي: شمال ته یې فرعي سړک، لوېدیځ ته د ښاروالۍ ځمکه، سوېل ته دولتي ویاله او ختیځ ته یې هم د ښاروالۍ ځمکه پرته ده؛ خو د دغه ریاست د ودانۍ د ځمکې اوسني حدود په دې ډول دي: سوېل ته یې دولتي ویاله، شمال ته فرعي سړک، ختیځ ته د عدلیې ریاست ودانۍ او لوېدیځ ته یې د غور ولایت د ښځو چارو د پخوانۍ رییسې شخصي کور دی.»

دغه راز سرچینې لیکلي: «د هغې شرعي وثیقې له مخې چې له موږ سره موجوده ده، د دغه ریاست اړوند ځمکه باید ۲۰۰۰ متره مکعبه وي؛ خو له بده مرغه د دغه ریاست د ودانۍ اړوند ځمکه د ترسره شوې محاسبې له مخې ۱۳۵۷ متره مربع ده چې شاوخوا ۶۲۵ متره مربع هغه یې کمه شوې او غصب شوې ده.»

د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست هم د غور له ښاروالۍ د دې موضوع د جزئیاتو او څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دغه ریاست د استعلام په کاپي کې چې د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په نهمه نېټه د غور ولایت ښاروالۍ ته لیکل شوی، راغلي: «لکه څنګه چې په جریان کې یاست، د ښځو چارو ریاست لوېدیځ ته نږدې یوه ودانۍ جوړه شوې ده او دا مهال د ښځو چارو رییسه په کې اوسېږي، معلومات راکړئ چې یاده ودانۍ دولتي ده، د ښځو چارو د ریاست اړوند ده، یا خیر؟»

سرچینې غوښتي، که چېرې یاد تعمیر دولتي وي، مشخص کړئ چې دغه تعمیر څه وخت جوړ او د چا له خوا رغول شوی دی.

د غور ښاروالۍ د دغه استعلام په ځواب کې لیکلي: «د ښځو چارو ریاست ودانۍ، دولتي ملکیت دی او د ښار د پلان له مخې، د وخت د ښاروالۍ له خوا د دولت په ریزرفي ساحو کې وېشل شوی او تطبیق شوی دی، کومه پلاني ستونزه نه لري او حدود یې د ختیځ له خوا د عدلیې له ریاست سره نښتي، د لوېدیځ له خوا د دولت د رزیرفي ځمکې ته رسېږي چې اوس مهال د ښځو چارو د رییسې معصومې انوري پلار غلام سخي شخصي تعمیر دی، شمال خوا یې فرعي سړک دی، سوېل طرف ته یې د اوبو عمومي ویاله ده، یاده محدوده سل په سلو کې ودانه او استفاده ترې کوي.»

بلخوا د فېروزکوه ښاروال محمد عارف قاضي زاده هم ټینګار کوي او وایي چې د ښځو چارو د پخوانۍ رییسې کور د ښاري پلان خلاف په دولتي ځمکه کې د فېروزکوه ښار د یوه پځواني ښاروال په وخت کې رغول شوی او هېڅ ډول رسمي سند یې د ښاروالۍ په اداره کې نه دی ثبت شوی.

هغه په داسې حال کې چې ویل یې په دې اړه مخکې هم د غور ولایت د ښاروالۍ له خوا څېړنه شوې وه، زیاته کړه: «د ښځو چارو ریاست کولای شي موضوع د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې تعقیب کړي…»

په همدې حال کې، د غور د ښځو چارو سرپرستې حلیمې د معصومې انوري د استوګنې د کور په اړه وویل چې د دغه ریاست د اداري ودانۍ ځمکې حدود، د هغې د شرعي سند له مخې توپیر لري او د ښځو چارو ریاست په څنګ کې باید شخصي تعمیر نه وای رغول شوی.

هغې زیاته کړه، ټاکل شوې د غور د ښځو چارو ریاست د ورکې شوې ځمکې څېړلو لپاره پلاوی وټاکل شي، څو دغه موضوع وڅېړل شي.

د ښځو چارو رییسې زیاته کړه: «لکه څنګه چې تاسې هم په جریان کې یاست، د ښځو چارو ریاست خپله ځانګړې وداني لري، د دې ودانۍ رغونه په ۱۳۸۲ کال کې قباله شوې ده، د شرعي قبالې له مخې د ښځو چارو ریاست ته دوه زره متره مربع ځمکه ورکړل شوې ده، چې اربعه حدود یې د ختیځ له خوا د ښاروالۍ له ځمکې، لوېدیځ ته یې هم د ښاروالۍ ځمکه، شمال ته یې سړک او سوېل ته یې دولتي ویاله شتون لري. حدودو یې اوس مهال توپیر پیدا کړی؛ همدغه ۲زره متره مربع ځمکه چې د شرعي قبالې له مخې د ښځو چارو ریاست ته ورکړل شوې ده، تر اوسه یې په دقیقه اندازه نه پوهېږو. د یوه وړاندیز له مخې به ټاکل شوی پلاوی غور ته لاړ شي څو د دې ځمکې دقیقه اندازه معلومه کړي. د هغو شکونو له مخې چې د حدودو په اړه رامنځته شوي، د ښځو چارو ریاست ته وړاندیز شوی څو په دې اړه لا نور شفافیت رامنځته شي، خو څلورګونو حدودو بدلون کړی دی. دولتي ساحه ده، د شخصي کور جوړول زموږ ټولو لپاره پوښتنې را ولاړوي.»

خو د غور د ښځو چارو پخوانۍ رییسې معصومې انوري پر دولتي ځمکه د ودانۍ جوړولو په اړه د ټیلېفوني اړیکې په ترڅ کې وویل چې دغه ځمکه یې د وخت له ښاروالۍ پېرلې او پر هغې یې په خپلو پیسو کور جوړ کړی دی.

هغې زیاته کړه: «ښاروالۍ دغه ځمکه ماته راکړې ده، زه څه پوهېدم، ما خپلې پیسې ورکړې، ماته یې ځای راکړی دی، ښاروالي باید خپله ځواب ورکړي. که ووایئ چې د قانون خلاف دی، نو خپله ځواب ورکوونکې ده.»

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نه پوهېده چې دغه ځمکه د ښځو چارو ریاست اړوند او دولتي ملکیت دی؟ وویل: «نه، زه نه پوهېدم، که ثابته شي چې د قانون خلاف وېشل شوې، زه ځواب ورکوم، زه له قانونه سرغړونه نه کوم او زه حاضره یم چې ځمکه تسلیم کړم، ښاروالي باید زما د ځمکې او لګښتونو پیسې راکړي.»

انوري په دې اړه که د یادې ځمکې قباله لري، هغه دې پژواک سره شریکه کړي، وویل: «اوس په غور کې نه یم چې خپله قباله تاسو ته ښکاره کړم، زه بل ځای یم، هره سرچینه چې پر ما شک لري، ورته ووایئ چې په غور کې ښاروالي شته، د ولایت مقام شته او عدلي او قضایي ارګانونه شته، رادې شي او له رسمي لارې پر مخ لاړ شي، زه ځواب ورکوم.»

انوري چې نه یې غوښتل په دې اړه نورې خبرې وکړي، زیاته کړه چې اوس مهال یې یاده ودانۍ د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست ته په کرایه ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د استعلام له مخې چې ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په ۳۰مه نېته یې د غور ښاروالۍ ته لیکلی، راغلي چې دغه ځمکه په ١٣٨٩ کال کې د غور د پخواني ښاروال محمد عثمان عصمت له خوا، معصومې انوري ته ورکړل شوې ده.

د غور ښاروالۍ د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست ته په ځواب کې لیکلي: «یاده ساحه د څلورم ښاري پلان له مخې، د یوې دولتي ادارې ساحه ده چې د ښاري نقشې خلاف په ۱۳۸۹ کال کې د ښاروال محمد عثمان عصمت ولد سخیداد له خوا چې اوس د غور په مرکز کې اوسېږي، معصومې انوري ولد غلام سخي ته د استوګنې نومرې په نوم ورکړل شوې ده، د بانکي اسټېټمنټ له مخې، د دې نومرې د بیې تحویلي د ۱۳۸۹ کال د عوایدو د مدیریت د وارداتو د دفتر ۸۸مې پاڼې په ۳مه شمېره کې ثبت او راجستر شوې ده.» د استعلام د ځواب د متن په پای کې دوو کسانو لاسلیکونه کړي؛ خو نومونه او دندې یې نه دې په ګوته شوې.

خو د غور پخوانی ښاروال محمد عثمان عصت چې دا مهال د غور ولایت د حج او اوقافو ریاست د عامه اړیکو او اطلاعاتو رییس دی، وایي مخکې له دې هغه ښاروال شي، دغه ځمکه د ښځو چارو ریاست ته وېشل شوې ده.

د هغه دا ادعا په داسې حال کې ده چې نوموړي له ۱۳۸۵ کال څخه تر ۱۳۹۱ پورې د فېروزکوه د ښاروال په توګه دنده ترسره کړې ده او یاده ځمکه په ۱۳۸۹ کال کې معصومې انوري ته ورکړل شوې ده.

محمد عثمان انوري د دې په اړه چې معصومې انوري خپل کور د هغه د کار پر مهال د ښځو چارو د ریاست ترڅنک جوړ کړی، او ولې یې د هغې د کار مخه نه ده نیولې؟ وویل: «په ډېرو ځایونو کې دغه کارونه شوي، ښایي دغه کار شوی وي، خو زه په دې اړه خبر نه وم؛ ځکه خپله یې د ښځو چارو ریاست ودانۍ جوړوله، زه پسې ونه ګرځېدم چې د ښځو چارو ریاست ودانۍ یې جوړوله او که یې شخصي کور جوړاوه. زما له خوا د دغه کور جوړولو په اړه کوم اسناد معصومې انوري ته نه دي ورکړل شوي، دا چې خپله یې د قانو خلاف کار کړی، مسوولیت یې د هغې پر خپله غاړه دی، خپله له هغې څخه پوښتنه وکړئ.»

پژواک خبري اژانس دغه موضوع د غور د والي له یاند عارف عابر سره هم  شریکه کړه؛ خو هغه له ځواب ویلو ډډه وکړه.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.