ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړۍ مسلمانانو نن بېرته د عمرې ادا کول پيل کړل

د نړۍ مسلمانانو نن بېرته د عمرې ادا کول پيل کړل

author avatar
1 Nov 2020 - 15:04
د نړۍ مسلمانانو نن بېرته د عمرې ادا کول پيل کړل
author avatar
1 Nov 2020 - 15:04

کابل (پژواک، ١١ لړم ٩٩) : د سعودي عربستان د حکومت له اعلان سره سم، سر له نن څخه له دغه هېواده بهر مسلمانانو د عمرې ادا کول پيل کړل. 

سعودي د کرونا وبا له امله له تېرو اووه مياشتو راهيسې د عمرې پر ادا کولو بندېز لګولى و چې له امله يې تېر حج هم په ډېره محدوده کچه ترسره شو، خو له تېرې مياشتې راهيسې چې د کرونا وبا مخ په کمېدو شوه، د سعودي حکومت هم په تدريجي ډول د عمرې اداء کولو ته اجازه ورکړه.

د راپورونو له مخې، لومړى د سعودي د حج او عمرې وزارت سعودي مېشتو خلکو ته په ځانګړو شرايطو د عمرې ادا کولو اجازه ورکړه، خو سر له نن د (لړم ١١مه) څخه يې له سعودي بهر د نورو هېوادونو مسلمانانو ته د عمرې ادا کولو اجازه ورکړې ده.

د سعودي د دولتي اژانس (واس) د معلوماتو له مخې، هره ورځ به ٢٠ زره کسان په مسجد الحرام کې د عمرې مراسم ترسره کوي او ٦٠ زره کسانو ته به د لمونځ ادا کولو اجازه وي.

سرچينې زياته کړې چې لس زره کسان يې په ٥٠٠ ګروپونو وېشلي او په هر ګروپ کې به ٥٠٠ کسان وي چې په وقفه يي ډول په حرم شريف کې د عمرې مراسم ترسره کوي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت د معلوماتو له مخې، له بهرنيو هېوادونو څخه د عمرې په نيت مکې مکرمې ته تلونکي کسان به لومړى درې ورځې هلته قرنطين وي او له هغه وروسته به د کرونا د مخنيوي ځانګړو شرايطو عملي کولو سره د عمرې مراسم اداء کوي.

دغه راز د حکومت د پرېکړې له مخې، څوک چې يو ځل عمره وکړي؛ نو بيا تر ١٤ ورځو پورې بله عمره نه شي کولى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.