ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د پکتيا په روحاني بابا ولسوالۍ کې پر يوې پوستې موټربم بريد شوى

​د پکتيا په روحاني بابا ولسوالۍ کې پر يوې پوستې موټربم بريد شوى

author avatar
2 Nov 2020 - 10:45
​د پکتيا په روحاني بابا ولسوالۍ کې پر يوې پوستې موټربم بريد شوى
author avatar
2 Nov 2020 - 10:45

ګردېز (پژواک، ١٢ لړم ٩٩): ځايي مسوولين وايي چې د پکتيا په روحاني بابا ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې امنيتي پوستې موټربم بريد کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د روحاني بابا ولسوال دادالله هوتک د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاده پېښه تېره شپه شاوخوا ١١ بجې د دې ولسوالۍ اړوند په نېکنام سيمه کې رامنځته شوې ده.

هوتک وايي: ((پېښه په نېکنام کې شوې، خو بېرته د هماهنګۍ له مرکزه هاوانونه ور ويشتل شوي او مخالفينو ته هم تلفات اوښتي او پر شا شوي دي.))

د پکتيا ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران وايي چې په پېښه کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

کامران وايي چې په سيمه کې لا هم جګړه روانه ده.

نوموړي زياته کړه: ((موټربم مخکې له دې چې پوستې ته ور ورسېږي، ويشتل شوی او چاودنه يې کړې ده. ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو چټک عکس العمل کړی او طالبانو ته يې تلفات اړولي دي. جنګ تر اوسه دوام لري.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ جګړو ترڅنګ ځانمرګي بريدونو او نورو چاودنو هم زور اخيستى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.