ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١١٦ حکومتي مسوولين د کرونا اړوند لګښتونو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي

١١٦ حکومتي مسوولين د کرونا اړوند لګښتونو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي

author avatar
3 Nov 2020 - 15:52
١١٦ حکومتي مسوولين د کرونا اړوند لګښتونو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي
author avatar
3 Nov 2020 - 15:52

کابل (پژواک، ١٣ لړم ۹٩): د بازرس ملي اداره وايي چې له کرونا سره د مبارزې او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په لګښتونو کې د فساد په تور د اتو ولايتونو ١١٦ حکومتي چارواکي او مسوولين يې لويې څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.

د بازرس ادارې د اطلاعاتو او اړيکو ریيس فيروز بشري د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په مرکه کې وويل چې  په یادو اتو ولايتونو کې هرات، غور، کندهار، ميدان وردګ، بدخشان، نورستان، سمنګان او تخار ولايتونه شامل دي.

هغه زياته کړه چې د دغو ولايتونو د کرونا د سرچينو د لګښتونو د څرنګوالي، فساد او اختلاس په اړه یې بېلابېلې قضيې څېړلې دي.

بشري وايي، د دغو ولايتونو د يادو قضيو  په تړاو ١١٦ کسان حکومتي چارواکي او مسوولين د لا زياتو څېړنو او تحقيقاتو لپاره د تورن په توګه لويې څارنوالۍ ته پېژندل شوي دي.

د نوموړي په وينا، دا دوسيې يې په ډېر جديت، بې طرفۍ، مسلکيتوب د عدالت د اصل په نظر کې نيولو سره څېړلې دي.

د بازرس ادارې د اړيکو رييس وايي، د يادو تورنو کسانو په تړاو نږدې زر ورقې اسناد او مدارک هم لويې څارنوالۍ ته استولي شوي چې په فساد کې د دغو خلکو دخالت ښيي.

د نوموړي په وينا، په دې کسانو کې واليان، رييسان او نور مسوولين شامل دي.

هغه زياته کړه، د بازرس اداره د فساد پر وړاندې جدي عمل کوي او په دې برخه کې هېڅ مفسد خوندي نه دى او له خپلو هېوادوالو غواړي چې د فساد په تړاو که هر ډول اسناد لري، له دې ادارې سره شريک کړي.

فيروز بشري وويل چې د کابل ولايت د پخې ډوډۍ وېشلو په پروګرام کې د فساد قضيې هم تر څېړنو لاندې دي او په دې برخه کې ډېر پرمختګونه شوي چې  ډېر ژر به يې پايلې له ولس سره شريکې شي.

ده زياته کړه، د هرات والي او ولايتي شورا غړي د دوى له خوا لويې څارنوالۍ ته د فساد په تور نه دي معرفي شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.