ژبه

کونړ کې د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پروژې بشپړې شوې

اسعداباد (پژواک، ۱۴ لړم ۹۹): په کونړ کې د ۵۴،۲ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو پروژو چارې بشپړې شوې او د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانيو په لګښت د جوړېدونکې یوې لیلیې کار پیل شو.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، له یادو بشپړو شویو پروژو څخه چې د کرنې وزارت له خوا جوړې شوې، یوه د کبانو د تولید مرکز دی چې د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې جوړ شوى.

د هغه په وینا، د کبانو د تولید مرکز د کبانو شل فارمونه د کونړ په بېلابېلو سیمو کې جوړ شوي دي. 

د هغه د معلوماتو له مخې، د شیدو راټولولو یو مرکز په شیګل، بل په څوکۍ او درېیم په نرنګ ولسوالۍ کې جوړ شوي دي.  

ده وویل چې د اوبو رسونې یوه شبکه او یو کانال په څوکۍ ولسوالۍ کې جوړ شوي دي.

دغه راز والي وایي چې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د څوکۍ ولسوالۍ عالي دارالعلوم د شپږ سوه  نجونو لپاره د لیلیې د ودانۍ د بنسټ ډبره هم نن کېښودل شوه.

ده وویل چې پر دغې ودانۍ ۱۹،۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې په لسو میاشتو کې بشپړې شي.

login or register a new account.