ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اترا، د ورک یا غلا کېدونکو موبایلونو د بېرته موندلو یا غیر فعالولو طرزالعمل اعلان کړ

اترا، د ورک یا غلا کېدونکو موبایلونو د بېرته موندلو یا غیر فعالولو طرزالعمل اعلان کړ

author avatar
5 Nov 2020 - 18:44
اترا، د ورک یا غلا کېدونکو موبایلونو د بېرته موندلو یا غیر فعالولو طرزالعمل اعلان کړ
author avatar
5 Nov 2020 - 18:44

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٩): د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې بورډ د ورک یا غلا کېدونکو موبایلونو د غیرفعالولو او یا کاره غورځولو  (IMEI)طرزالعمل پاس کړ او د اترا ادارې د نظارت او کنټرول ریاست له لوري د قانون ساتونکو ادارو ترڅنګ مخابراتي شرکتونو ته اعلان شو.

د اترا ادارې وياند سعيد شينواري د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه طرزالعمل له مخې که د یو چا موبایل ورک شي، نو کولی شي چې اړوند مخابراتي شرکت، د اترا ادارې (۹۹۹) وړیا شمېرې یا هم له قانون ساتونکو ادارو امنیه قوماندانیو او نورو سره په اړيکه کې شي او د خپل موبایل نړیوال کوډ (IMEI Number) ورته ووايي.

هغه زياته کړه، له دغه اقدام وروسته ټيلېفون په لومړي اقدام کې تر ۴۸ ساعتونو پورې له کاره (خړ لېست) غورځول کېږي او له هغه وروسته قانون ساتونکو او اړوندو ادارو ته د شکایت کوونکي له خوا د قانوني اسنادو په ور پوره کولو سره د تل لپاره شنډولو یا بلک لېست شي چې د تښتوونکو لپاره به د هېڅ راز استفادې وړ نه وي.

شينوارى وايي، د اترا ادارې د ورک شوو موبایلونو شنډولو یا ایمي کولو د طرزالعمل له مخې، هېوادوال له دې وروسته اړ دي چې د موبایل اخیستلو پر مهال له هټۍ وال څخه د ټيلېفون پېرلو ځانګړی بېل او (IMEI) کوډ ترلاسه کړي او د موبایل د ورکېدو پر مهال له اړوندو ادارو سره مکمل اسناد شریک کړي.

د نوموړي په وينا، که چا ته د خپل موبایل ایمي کوډ په یاد نه وي، نو شبکه باید د هغه سیمکارټ له لارې تښتول شوی یا ورک شوی موبایل د ۴۸ ساعتونو لپاره شنډ کړي چې په موبایل کې پاتې وي.

د اترا وياند وايي، په طرزالعمل کې شبکو ته هدایت ورکړل شوی چې د ورکېدو او شکایت درجېدو په صورت کې ورک شوي موبایل ته مسیج واستوي چې دغه موبایل غلا شوی او تر ۴۸ ساعتونو یې که اړوند کس ته ونه سپاري، موبایل به د تل لپاره شنډ او بلک لېست کړای شي.

شينواري زياته کړه، تر څو د اترا ادارې له خوا تاییدي نه وي ورکړل شوی، موبایل به بلک لېست او له کاره غورځېدلی وي.

د هغه په وينا، اترا ادارې په همدې تړاو د ملي امنیت، کورنیو چارو وزارت، امنیت شورا، د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر او مخابراتي شبکو استازي ور غوښتي وو او دغه طرزالعمل یې ورته اعلان کړ چې ټول لوري به یې د تطبیق لپاره چمتووالی نیسي، شبکې به خپل سیستمونه ورته چمتو کوي او ژر تر ژره به ترې هېوادوال مستفید شي.

دى وايي چې له دې سره به د موبایلونو د غلا کېدو یا ورکېدو ستونزه د صفر کچې ته راښکته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.