ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې ۱۷۹ ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل کې ۱۷۹ ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

author avatar
5 Nov 2020 - 14:31
کابل کې ۱۷۹ ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
author avatar
5 Nov 2020 - 14:31

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٩): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په کابل کې د ١٠٥ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۷۹ ممیز خونې جوړې کړې دي او ګټې اخیستنې ته يې وسپارلې.

د اړوندې موضوع په اړه د کابل په ده سبز ولسوالۍ جوړې شوې غونډې ته د کرنې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري وويل چې د کابل په بېلابېلو سيمو کې ١٧٩ مميزخونې جوړې شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي وويل چې د دغو ممیزخونو پر جوړېدو ټول ۱۰۵ میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې له خوا ورکول شوى دى.

د غفوري په خبره، د یادو ممیزخونو د هرې یوې وړتیا اته مټریک ټنه دى چې په ټولیزه توګه د ممیز کولو لپاره زرګونه ټنه انګور ځایوي.

د هغه په وينا، د دغو مميزخونو په جوړېدو سره زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي او د انګورو د خرابېدو مخنيوی هم کېږي.

په دې غونډه کې د ده سبز اوسېدونکي سمیع الله دانشیار وویل: ((د ده سبز ولسوالۍ د هر ډول پروژې پلې کولو ته مساعده ده، ښه امنیت لرو، بې وزله خلک یو، ستاسو ډېرو همکاریو ته په تمه یو چې موږ ته لا ډېر کارونه وکړئ، دغه پروژې کولای شي چې زرګونه ټنه انګور په میمزو بدل کړي.))

د يادونې ده، له دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم مميزخونې د کرنې وزارت له لوري جوړې او ګټې اخسيتنې ته سپارل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.