ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روحاني بابا ولسوالۍ پر پاڅون کوونکو موټربم بريد شوى

د روحاني بابا ولسوالۍ پر پاڅون کوونکو موټربم بريد شوى

author avatar
7 Nov 2020 - 11:44
د روحاني بابا ولسوالۍ پر پاڅون کوونکو موټربم بريد شوى
author avatar
7 Nov 2020 - 11:44

ګردېز (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): ځايي مسوولين وايي چې د پکتيا په روحاني بابا ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو پر يوې پوستې د موټربم بريد کې دوه پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال لطف الله کامران د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه موټربم چاودنه د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند د ګردېز ــ زرمت لويې لارې په نيکنام سيمه کې شوې ده.

کامران پژواک ته وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې له موټر بم چاودنې وروسته جګړه او هوايي بمبار کې اووه وسله وال طالبان هم وژل شوي او څلور نور يې ټپيان شوي دي.

لطف الله کامران وايي: ((طالبانو خپل وروستی زور هم و ازمايه، خو حتی زموږ يوه کوچنۍ پوسته يې هم سقوط نه شوای کړی. دا د هغوی وروستی زور او بېوسي ده چې ځانونه الوځوي.))

دغه راز د نېکنام سيمې اوسېدونکي اکرام الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې د موټربم بريد شوى دى.

هغه وايي: ((تېره اوونۍ هم دلته د موټربم بريد شوى و، بېګاه يې هم د خلکو د کورونو ښيښې ماتې کړي، وضعيت بېخي خراب دى، خلکو ته يې لوى تشويش پيدا کړى دى.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.