ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: لوګر کې اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرچينه: لوګر کې اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Nov 2020 - 11:15
سرچينه: لوګر کې اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Nov 2020 - 11:15

پل علم (پژاوک، ۱۸ لړم ۹۹): په لوګر کې د طالبانو په هوايي بريد او د ماين په چاودنه کې يو سرتېرى وژل شوى او اووه نور ټپيان شوي دي.

په لوګر کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط د لړم په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ماښام مهال وسله والو طالبانو له ډرون کامرې څخه په استفادې پر امنيتي ځواکونو د نارنجک بم بريد کړى دى.

سرچينه وايي چې په دغه بريد کې دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د سرچينې په خبره، روغتون ته د ټپیانو له انتقال وروسته د بېرته راتګ پر مهال د وسله والو مخالفينو له خوا د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې يو سرتېری وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.

خو د لوګر د والي وياند ديدار لونګ وايي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ملي امنيت يو سرتېری وژل شوی او د ياد ارګان د يوه سرتېري په ګډون درې پوليس ټپيان شوي دي.

لونګ له ډرون کامرې د ماين غورځول نه مني او وايي چې يوازې د ماين چاودنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم په څرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا په ډرون بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي وو.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې وسله والو طالبانو په پکتيا او کندوز کې هم د ډرون کامرو په وسيله پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه د ډرون کامرو په وسيله د بريد کولو په اړه څه نه دي ويلي.

خو څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې اړه معلومات کوي او بيا يې له پژواک سره شريکوي، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.