کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩): د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح وايي چې د ولسي جرګې وکيل الله ګل مجاهد د کابل د دوولسمې حوزې امر ته له دندې د منفکۍ ګواښ کړى، خو مجاهد وايي چې دا يې پر وړاندې دسيسه او شخصيت وژنه ده.
امرالله صالح له تېرې مياشتې راهيسې د کابل د امنيت مسووليت پر غاړه اخيستى او هر سهار په شپږو نيمو بجو په دې تړاو له ٤٠ نورو کسانو سره امنيتي ناستې کوي.
له يادو ناستو وروسته امرالله صالح خپلې پرېکړې په خپله فېسبوک پاڼه کې خپروي.
د ولسمشر لومړي مرستيال نن (د لړم ٢١مه) د نننۍ ناستۍ د پرېکړو په يوولسمه برخه کې ليکلي چې د کابل ښار د دوولسمې حوزې امر له يو شمېر نورو امنيتي ارګانونو سره د خپلې ساحې اړوند سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو پر مهال له يوه کوره وسلې، مهمات او د ثانيه سوز فلتې ترلاسه شوې او يو شمېر کسان يې نيولي هم دي.
صالح ويلي چې د کور مالک له سيمې تښتېدلى دى.
د نوموړي په وينا، له عملياتو وروسته د ولسي جرګې غړي الله ګل خانو مجاهد د دوولسمې حوزې امر ته زنګ وهلى او ورته يې ويلي چې نيول شوي کسان ژر تر ژره خوشي کړي؛ ځکه چې د ده اړوند کسان دي.
صالح زياته کړې : " مجاهد دغه راز ددولسمې حوزې امر ته ګواښ کړى، چې سبا پخپله دنده کې د پاتې کېدو او محکمې ته د نه ورتګ په تړاو به يې دروازې ته ورځي. "
د ولسمشر لومړي مرستيال ليکلي، له دغو کسانو سره د وسلو ترڅنګ د ثانيه سوز څه اړتيا وه؟
ده زياته کړه چې د دوولسمې حوزې امر ته يې ويلي چې د الله ګل مجاهد ټيلېفون ځواب نه کړي او دا موضوع څارنوالۍ ته ولېږي.
خو الله ګل مجاهد دغه کار د خپل ځان پر وړاندې يوه دسيسه او شخصيت وژنه ګڼي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، نه يې چاته زنګ وهلى او نه د ده له ملګرو څوک د حوزې له خوا نيول شوي دي.
login or register a new account.