ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي: اغاخان بنسټ د هرات د پنځم منار بيارغونه کې مرسته کوي

صديقي: اغاخان بنسټ د هرات د پنځم منار بيارغونه کې مرسته کوي

author avatar
11 Nov 2020 - 14:27
صديقي: اغاخان بنسټ د هرات د پنځم منار بيارغونه کې مرسته کوي
author avatar
11 Nov 2020 - 14:27

کابل (پژواک، ٢١ لړم ٩٩) : ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د اغاخان بنسټ د هرات مصلى د پنځم منار په جوړولو کې د افغانستان د حکومت مرسته کوي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي د لړم په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر محمد اشرف غني ته د هرات مصلی د پنځم منار د بیارغونې په اړه د اغاخان فرهنګي عمومي مدیر ځوابي لیک رسېدلی دی. 

هغه زياته کړه، په دغه لیک کې چې د افغانستان حکومت د غوښتنې په ځواب کې لیکل شوی راغلي چې شهزاده کریم اغاخان د افغانستان حکومت د دې وړاندیز هرکلی کوي او د هرات د مصلی پنځم منار د بیارغونې لپاره پرې له شوي باور څخه مننه کړې ده.

صديقي وايي، په دې ليک کې ليکل شوي چې کريم اغا خان دغه پروژه تائیدوي او ټینګار کوي چې ډېر ژر یې کارونه پیل شي.

یاد لیک زیاتوي، اغا خان بنسټ د خپلو فرهنګي برنامو له لارې په هرات کې د عبدالله انصاري تیموري عبادت ځای او د اختیارالدین ارګ رغاولي او د نهمې پېړۍ د بلخ نهه ګنبدي تاریخي جومات د ډېر پېچلي جوړښت د تحکیم په برخه کې یې هم کار کړی . په دې برخه کې لازمه تجربه او تخصص لري.

صديقي وايي، ولسمشر غني د هېواد په مختلفو ځایونو په ځانګړي ډول هرات کې د فرهنګي او تاریخي ځایونو د بیارغونې په برخه کې د اغا خان بنسټ د کارونو د ستایلو ترڅنګ وویل، یاد بنسټ د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ او همکارۍ ډېر فرهنګي او تاریخي اثار بیارغولي چې مننه یې کوو.

تر دې مخکې ولسمشر اشرف غني د هرات والي ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره د هرات د مصلى د پنځم منار د وضعیت ارزونه وکړي او د بیارغونې لپاره دې ترتیبات ونیول شي.

د یادونې ده چې د هرات مصلی منارونه د تیموریانو په دوره کې جوړ شوي او د طبیعي پېښو له امله د پنځم منار وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی چې د ولسمشر په لارښوونه به یې حکومت د بیارغونې په برخه کې اقدامات کوي.

د هرات ځايي مسوولين وايي، په مصلی کې پنځه مناره دي چې د تیموریانو په وخت کې جوړ شوي، خو د یوه منار وضعیت ښه نه و او کوږ شوی او د رالوېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې په هرات کې د مصلی او د ګوهرشاد ګنبد جوړوي. د دې تاریخي ځایونو جوړونه د جمهوري ریاست د عملیاتو او پراختیايي ادارې په غاړه اخیستې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، اوسمهال د دې ولایت د مصلی پر ځینو برخو کار روان دی.

د شاهرخ میرزا (د امیر تمیور زوی، د تیموریانو دورې د یوه پاچا) مېرمن ګوهرشاد بېګم د سیمې یوه له مشهورو ښځو څخه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.