منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيکا کې د ترافيکي پېښې له امله اووه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۰ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٣ لړم ٩٩): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ مرستيال وياند لال اميري د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز ښرنې په پي ار ټي سيمه کې کرولا  لړ لارۍ موټرو ټکر کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي او درې نور سخت ټپيان دي.

يوه موټر چلوونکي بخت الله پژواک ته وويل چې د لارۍ چلوونکى تتښتېدلى او د پېښې قربانيان د ښرنې په ملکي روغتون کې دي.

بل لور ته د ښرنې ملکي روغتون مسوولين وايي چې له يادې پېښې څلور جسدونه او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکي د بې اختياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابولي له امله رامنځته کيږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې