ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د شولو حاصلات ٢٥ سلنه کم شوي

بغلان کې د شولو حاصلات ٢٥ سلنه کم شوي

author avatar
17 Nov 2020 - 14:57
بغلان کې د شولو حاصلات ٢٥ سلنه کم شوي
author avatar
17 Nov 2020 - 14:57

پلخمري (پژواک، ٢٧ لړم ٩٩): د بغلان د کرنې رياست وايي چې د طبيعي ستونزو له امله سږ کال په دغه ولايت کې د شولو په حاصلاتو کې ٢٥ سلنه کموالی راغلی دی.

د بغلان د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالغیاث صدیقي د لړم په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولايت کې د بې وخته او دوړه لرونکي باد له امله د شولو د حاصلاتو کچه ټيټه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولايت کې پر ٢٩٨٤١ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې چې ١٣٢٠٠٠ مټريک ټنه وريجې ترې ترلاسه شوې دي.

خو دى وايي چې سږ کال پر ٣١٩٨١ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې خو ٨٣٩٥٠ مټريک ټنه وريجې ترې لاسه شوې چې د تېر کال په پرتله ٢٥ سلنه کموالى ښيي.

دى وايي: ((د تېر کال په پرتله په ډېره ځمکه کې شولې کرل شوې وې خو د حاصل ټولولو په وخت کې ډېر خراب باد را پيدا شو چې دوړه يې هم درلوده نو همدا لامل شو چې د حاصلاتو کچه ټيټه شي.))

بل لور ته کروندګر هم وايي چې سږ کال يې د شولو د حاصلاتو کچه ټيټه شوې ده.

د بغلان د مرکز اړوند ډنډغوري سيمې يوه بزګر ګل عالم پژواک ته وويل چې تېر کال يې پر اته جريبه ځمکه شولې کرلې وې، ١٢٠٠ منه وريجې يې ترلاسه کړې.

دى وايي چې سږ کال يې هم په همدمره ځمکه کې شولې کرلې وې خو نږدې زر منه وريجې يې ترلاسه کړې دي.

ده هم وويل: ((کله چې شولې په شيره کې وې، باد را پيدا شو، ډېر بوټي يې وچ کړل نو همدا علت و چې اوس يې حاصلات کم شول.))

يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پيل کې د بغلان د کرنې رياست چارواکو ويلي وو چې په دغه ولايت کې د اوبو د ډېروالي له امله ډېرو ګروندګرو په خپلو ځمکو کې شولې کرلې دي.

د يادونې ده، په افغانستان کې د کندوز، بغلان او لغمان وريجې مشهورې دي او ډېر خلک ترې استفاده کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.