ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٥٦ميليونو څخه واوښت

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٥٦ميليونو څخه واوښت

author avatar
19 Nov 2020 - 14:52
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٥٦ميليونو څخه واوښت
author avatar
19 Nov 2020 - 14:52

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېر له ٥٦ ميليونو کسانو څخه اوښتى چې يواځې ١١ ميليونه يې په امريکا کې دي.

د کرونا ويروس چې يو کال وړاندې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن مازديګره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٥٦ ميليونه کسانو څخه اوښتى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٣٩ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون، ٣٣٥  زره کسان مړه شوي دي.

د ياد پوهنتون د معلوماتو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ٢٥٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا پنځه زره کسان مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، د ټولې نړۍ د کرونا ناروغانو شاوخوا ٢٠ سلنه يې يواځې په امريکا کې دي، هلته ١١ ميليونه او ٨٨٠ زره کسان، په هندوستان کې اته ميليونه او ٩٠٠ زره او په برازيل کې پنځه ميليونه او ٩٠٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٥٦ زره، په هندوستان کې ١٣١ او په برازيل کې ١٦٧ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه ٤٤ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٦٥٠ کسان مړه او شاوخوا ٣٥زره کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.