ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“استرالیا دې د افغان قربانیانو د وارثینو غږ واوري او حقوق دې يې تامین کړي”

“استرالیا دې د افغان قربانیانو د وارثینو غږ واوري او حقوق دې يې تامین کړي”

author avatar
20 Nov 2020 - 15:13
“استرالیا دې د افغان قربانیانو د وارثینو غږ واوري او حقوق دې يې تامین کړي”
author avatar
20 Nov 2020 - 15:13

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون، د اسټرالیایي ځواکونو له خوا د افغانانو د وژلو قضیې د قضایي تعقیب غوښتنه کوي، وایي چې دوی به هم د یادو ځواکونو له خوا د بشري حقونو د نقض مدارک اړوندو بنسټونو ته ورکړي.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د اسټراليايي ځواکونو له خوا د افغان ملکي وګړو د بې رحمانه وژنو په اړه د اسټراليايي ځواکونو (IGADF) د عمومي پلټونکي تورن جنرال پاول بريټون له خوا د افغانستان څيړنيز رپوټ په وضاحت سره ښيي چې له تاوتريخوالي په ډکو او غيرانساني اقداماتو سره اسټراليايي ځواکونه د ماشومانو په ګډون په افغانستان کې د ملکي خکو په وژلو او ربړولو کې ښکيل وو، او په دې اړوند داسې د نظر يووالی موجود دی چې ګوندې د افغانانو ژوند، که سړي دي، که ښځې او که ماشومان د هغوی لپاره هيڅ ارزښت او انساني کرامت نه لري.

سرچینه زیاتوي:« دا رپوټ ښيي چې اسټراليايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال ۳۹ ملکي افغانان په قصدي توګه وژلي او له ۲ تنو سره يې تاوتريخوالی کړی دی. په دې برخه کې د جنايتونو ۲۵ عاملين په ګوته شوي دي. دا پېښې په ښکاره د بين المللي بشرپالو حقونو او د وسله والو شخړو د قانون نقض او جنګي جنايت دی.»

کمیسون لیکي، چې اسټراليا هيواد د بين المللي بشرپالو حقونو قانون او د وسله والو شخړو قانون ته ژمن دی او له اخلاقي او قانوني پلوه دنده لري چې د خپلو وسله والو ځواکونو د سرغړونو په اړه څېړنه وکړي.

سرچینه وایي، د همدې لپاره، يادونه کيږي چې د بريټون څېړنو د عاملينو د جزايي تعقيب لپاره کافي شواهد نه دي وړاندې کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا رپوټ د اسټراليا د ځانګړو ځواکونو کړنې «احتمالاً د اسټراليا د نظامي تاريخ تر ټولو شرموونکې پېښه» ګڼي، او «د نظامي ځواک په کچه قوماندانان، واحدونه او وظيفوي ډلې، له شخصي ملامتۍ ور هاخوا، هغه څه چې د دوی تر قوماندې لاندې ترسره شوي، دوی يې اخلاقي مسئوليت پر غاړه اخلي.»

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون لیکي:«دا مهال د مرتکبينو د جزايي تعقيب مسئله خورا زيات اهميت لري، پر همدې بنسټ د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د اسټراليا د لومړي وزير ښاغلي اسکات موريسون د دې ابتکار هرکلی کوي، چې د ځانګړې ارزونې دفتر يې رامنځته کړی، چې کار او فعاليت يې د مرتکبينو پر جزايي تعقيب او د جنايتونو او د ترسره شويو تاوتريخوالو او قساوت پر بشپړو معلومولو تمرکز لري.»

د سرچینې د څرګنونو له مخې، تر کومه چې ممکنه ده، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون به د اسټراليايي ځواکونو له خوا د بين المللي بشرپالو حقونو د نقض په برخه کې خپل شواهد او مدارک د اړوندو بنسټونو په واک کې ورکړي.

سرچینې زیاتوي، د اسټراليا دولت بايد د حقيقت موندنې او عدالت لپاره د افغان قربانيانو غوښتنو ته غوږ کیږدي. په همدې منظور، بايد د ځانګړو ارزونو دفتر د قربانيانو د برخې خپل ټول امکانات له قربانيانو سره د مخامخ کار کولو لپاره ځانګړي کړي.

په اعلامیه کې راغلي:«د قربانيانو حق او د خسارې جبران بايد له ځنډ پرته د هغو بنسټونو له خوا تامين شي چې د ځانګړو ارزونو له دفتر څخه بېل وي، څو د ګټو د ټکر مخه ونيول شي.»

  د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون په دې برخه کې د اسټراليا هيواد د بښنې غوښتلو هرکلی کوي او زیاتوي چې د اسټراليا دولت بايد په جدي توګه له قربانيانو سره خبرې وکړي، هغوی سره خواخوږي وښيي او د قربانيانو د ياد د څلي امکانات برابر کړي، چې د قربانيانو کورنۍ او خپلوان د خپلو دې عزيزانو ياد تازه کړي، چې په بوږنوونکي ډول سره وژل شوي دي.

 

کمیسیون وایي، رسنيز رپوټونه ښیي چې د امريکا د متحده ايالاتو او انګليس ځواکونو او په افغانستان کې شته نورو بين المللي ځواکونو هم ممکن ورته له تاوتريخوالي ډک اقدامات ترسره کړي وي.

 د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د امریکا له متحده ايالاتو، انګلستان او نورو ټولو هيوادونو څخه، چې په افغانستان کې يې نظامي حضور درلود، غواړي، چې دې رسنيزو رپوټونو ته ځواب ووايي او د افغانستان پر ملکي خلکو له تاوتريخوالي په ډکو اقداماتو کې د خپلو ځواکونو د ګډون او رهبرۍ اړوند څېړنې وکړي.

  کميسيون په ځانګړي ډول د بريتانيا له دولت څخه غوښتي چې د خپلو نظامي ځواکونو «د مجرمانه کړنو» اړوند تورونو په اړه څېړنه وکړي او پايله يې خپره کړي.

سرچینه زیاتوي، په واقعيت کې، رسنيزو رپوټونو، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون خپلو رپوټونو او د ټولو حقوق بشري بنسټونو رپوټونو د بين المللي بشرپالو حقونو او د وسله والو شخړو د قانون د نقض موارد ثبت کړي دي، چې د هيوادونو له خوا ترسره شوي.

په اعلامیه کې راغلي:«يواځې د يو لړ بې پرې پوښتنو له لارې کولای شو د افغانانو د ژوند پر وړاندې د دې بې پروايۍ واقعي کچه معلومه کړو، چې د دوی د قتل او وژنو او په عين حال کې د جنګي جنايت باعث ده. البته يواځې د لا نورو څېړنو، مستندولو او له قربانيانو سره د تعامل له لارې کيدلای شي چې د حقیقت او عدالت اړوند د قربانيانو حق تامين شي.» 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.