ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان پوهنتون اداري کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

د پروان پوهنتون اداري کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

author avatar
21 Nov 2020 - 17:42
د پروان پوهنتون اداري کارکوونکو کاري اعتصاب کړی
author avatar
21 Nov 2020 - 17:42

چاریکار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۹۹): د پروان پوهنتون ۱۵۰ اداري کارکوونکو په دې موخه کاري اعتصاب پیل کړی چې د ملکي خدمتونو کارکوونکو معاشونه دې په یوه اندازه شي.

دوی نن د دغه پوهنتون د اداري ودانۍ څنګ ته راټول شوي وو او په داسې حال کې چې د «موږ عدالت غواړو» شعار یې ورکاوه، وویل، تر هغه به خپل اعتراض ته دوام ورکوي څو یې غوښتنه ومنل شي.

د یاد پوهنتون د ويډیو کنفرانس عمومي مدیر احمد یاسر اکبري او یوه اعتراض کوونکي وویل چې د مالیې وزارت ملي تدارکاتو، ګمرکونو او لویې څارنوالۍ د کارکوونکو تنخواوې د دوی څو برابره دي.

د پروان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي اجرائیوي مدیر عبدالجلیل جوشن او یوه اعتراض کوونکي وویل: «بې عدالتي او ظلم بس دی، موږ یو شان معاشونه غواړو.»

د دغه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي تدریسي مدیر رضا محمد بهزاد او یوه معترض وویل: «زه په څلورم بست کې کار کوم، ۱۳زره افغانۍ تنخوا لرم، خو په ملي تدارکاتو کې یو بل کس چې په همدغه بست کې کار کوي، ډېر لوړ معاش لري؛ ایا دا انصاف دی؟»

د پروان پوهنتون رییس پوهاند محمد همایون رسولي اعتراض کوونکي په حق وبلل او ویې ویل چې د هغوی شکایت به په لیکلې بڼه له مرکزي چارواکو سره شریک کړي.

خو هغه له معترضینو وغوښتل چې خپل اعتراض ودروي څو د پوهنتون اداري چارې له ستونزې سره مخ نه شي.

د پروان پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی سید مبین هاشمي له یادو معترضینو ملاتړ وکړ، ویې ویل چې د هېواد ولسمشر هر مهال پر عدالت او مساواتو خبرې کوي او باید عدالت ټینګ شي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د یادو کارکوونکو غوښتنې ته رسېدنه وشي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.