ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې پر کابل ښار راکټي برید د امنیتي او استخباراتي بنسټونو کمزوري وبلله

مشرانو جرګې پر کابل ښار راکټي برید د امنیتي او استخباراتي بنسټونو کمزوري وبلله

author avatar
22 Nov 2020 - 15:51
مشرانو جرګې پر کابل ښار راکټي برید د امنیتي او استخباراتي بنسټونو کمزوري وبلله
author avatar
22 Nov 2020 - 15:51

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۹۹): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو پر کابل ښار راکټي برید په هېواد کې د ۷۰ مې لسیزې له بریدونو سره تشبه کړی او د وروستیو بریدونو له امله د کابل ښاریانو د وژلو اصلي لامل یې د امنیتي مسوولینو ناتواني او استخباراتي کمزوري بللې ده.

د مشرانو جرګې غړو غوښتنه وکړه چې د دې پېښې عاملین دې په علني ډول اعدام شي او ویې ویل: ((هغو کسانو چې د کابل ښار د امنیت ټینګښت مسوولیت یې پر غاړه اخیستی، ناکام دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال له یوې میاشتې راهیسې د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

په کابل ښار د تېرې ورځې په راکټي بریدونو کې لس کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي.

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمدعلم ایزدیار د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د تېرې ورځې راکټي بریدونو ته په اشاره وویل: ((د تېرې ورځې پېښه زړه بږنوونکې وه او د ۱۳۷۱ او ۱۳۷۲ کلونو پېښې یې بېرته د خلکو په فکر کې تازه کړې، دغه برید د حکومت او کشفي ارګانونو ناتواني څرګنده کړه.))

هغه د دې په روښانولو چې د هېوادوالو د امنیت ټينګښت په برخه کې د دولت سیاست تر اوسه اغېزناک نه دی واقع شوی، د حکومت د امنیتي سراتیژۍ د بیاکتنې غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته شي.

په دې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري وویل: ((د تېرې ورځې راکټي بریدونو موږ ۷۰ مې لسیزو ته یوړو، هغه کسان چې د بېګناه خلکو قاتل دي باید په چوک باندې په دار وځړول شي.))

په یاده جرګه کې د نورستان د خلکو استازي عبداللطیف نهضت وویل: ((کابل د جګړې په لومړۍ کرښه بدل شوی، د تېرې ورځې بریدونو د کابل خلک د ۷۰ مې لسیزې په څېر په وینو ولړل، موږ نه پوهېږو چې بي ام ۱۲ څه ډول کابل ښار ته داخل شوي او په ازادانه ډول د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو پرتاب شوي، که د کابل ښار امنیتي مسوولین د غیرت په نوم څه پېژني، باید له دندو استعفا ورکړي.))

په دې جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي صفي الله هاشمي په کابل ښار کې د تېرې ورځې بریدونو ته په اشاره وویل: ((د تېرې ورځې بریدو غمجن و، ښار غم ځپلی او خلک ډار شوي وو، د تعجب ځای دی چې کابل د جبهې لومړۍ کرښه شوې، امنیتي مسوولین باید ځواب ورکوونکي وي.))

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار د راکټي بریدونو د غندلو ترڅنګ وویل، دغه پېښه جدي پلټنو ته اړتیا لري او عاملان یې باید په علني ډول مجازات شي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د دې پېښې د عاملانو د علني مجازاتو غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم د تېرې ورځې برید دردناک وباله او ویې ویل، دا درېیم ځل دی چې پر کابل ښار دغه ډول راکټي بریدونه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: ((د کابل امنیتي مسوولین د دغه ښار په امنیت کې پاتې راغلي او باید د کابل امنیت ته ډېر توجه ولري.))

مسلم یار د امنیت د ټینګښت په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه او وویل: ((که له کشفي او استخباراتي ارګانونو سره د خلکو همکاري نه وي امنیتي سرتېري به په یوازې ځان د امنیت په ټینګښت بریالي نه شي.))

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.