ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د کليو او پراختيا تښتول شوى رييس خوشې شو

د نورستان د کليو او پراختيا تښتول شوى رييس خوشې شو

author avatar
26 Nov 2020 - 11:22
د نورستان د کليو او پراختيا تښتول شوى رييس خوشې شو
author avatar
26 Nov 2020 - 11:22

پارون (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۹): د نورستان ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د کليو او پراختيا رييس له طالبانو سره تر اته ورځني بند وروسته د قومي خلکو په منځګړتوب راخوشې شو.

د کليو او پراختيا رييس سيد معصوم سعيدي د لړم په ۲۸مه له کونړ څخه د نورستان مرکز پارون ته پر لاره و، چې د چپې درې ولسوالۍ په درملوک سيمه کې له خپلو دوو نورو کارکوونکو سره وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړی او له ځان سره يې وړی و.

د نورستان د والي وياند محمد سعيد مومند د لېندۍ په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې د ولايتي ادارې او د نورستان او کونړ قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو د کليو او پراختيا رييس او موټر چلوونکی يې بېرته ازاد شول.

هغه زياته کړه، سيد معصوم سعيدي اته ورځې له طالبانو سره په بند کې و، يو څه روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی او اوس د ننګرهار روغتون ته د درملنې په موخه لېږل شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزييات ورنه کړل چې د کليو او پراختيا رييس سره د بند په پرمهال څه ډول وضعيت شوی دی.

پژواک هڅه وکړه چې د کليو او پراختيا د رييس نظر هم ولري، خو له نوموړي سره اړیکه ونه شوه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.