منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:05 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
ښځې

“د شمال ختيځ درې ولايتونو کې د ښځو د وژنې ٥٤ قضيې ثبت شوې دي”

· 1 دقیقه لوستل · 261 کتنې

کندوز ښار (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٩): د بشري حقونو مسوولين وايي چې د شمال ختيځ په درېيو ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تارتريخوالي ٢٠٤ قضيې ثبت شوې دي چې ٥٤ يې د وژنې پېښې دي.

د کندوز د بشري حقونو د ولايتي کمېټې مشر حفيظ الله فطرت وويل چې په دغه ولايت کې په تېر يو کال کې په کندوز، تخار او بغلان ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٠٤ قضيې ثبت شوې دي.

هغه وايي: ((د تېرکال په پرتله يې شمېره کمه ده خو د اندېښنې ځاى دا دى چې د لسو ځان وژنو ترڅنګ ٤٤ د وژنې پېښې په کې دي.))

دغه راز کندوز کې د ښځو شبکې مسوولې مرضيه رستمي وويل چې د نا امنيو له امله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړيږي.

دا وايي، که چېرې د نا امنيو مخه ونه نيول شي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه به څو برابره لوړه شي.

بل لورته کندوز کې د امن خونو مسوولې شميلا صاحب زاده وويل چې د نا امنيو له امله ډېرى ښځې نه شي کولاى د دوى پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ثبت کړي.

د يادونې ده چې هرکال د نوامبر ٢٥ مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه نمانځل کيږي.