ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې د درېيمې لوا رييس ارکان وژل شوى

بادغيس کې د درېيمې لوا رييس ارکان وژل شوى

author avatar
30 Nov 2020 - 11:32
بادغيس کې د درېيمې لوا رييس ارکان وژل شوى
author avatar
30 Nov 2020 - 11:32

هرات ښار (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې په بادغيس کې د درېيمې لوا د رييس ارکان ترڅنګ په هرات ولايت کې هم د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

په بادغيس کې يوې امنيتي سرچينې د لېندۍ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د درېيمې لوا رييس ارکان ډګرمن عبدالبصير نورستانی وژل شوى دى.

هغه وايي: ((هلته يې کمپ جوړ کړى و، په کمپ يې د هاوان مرمۍ لګېدلې او دى په کې وژل شوى دى.))

دغه راز د بادغيس د والي وياند نعيم الدين برهانى هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې رييس ارکان وژل شوى خو نور يې په اړه معلومات نه لري.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره ورځ طالبانو د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ د هاوان په مټ بريدونه ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې د درېيمې لوا رييس ارکان بصير نورستانى وژل شوى او يو شمېر ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هرات کې هم د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک ته وويل چې نن سهار د هرات ښار د ١٢مې ناحيې په مربوطاتو کې موټرسايکل سپرو د ملي اردو پر یوه رينجر موټر ډزې کړې دي.

دى وايي چې په دې پېښه کې د رينجر چلوونکى وژل شوى او څلور نور سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه راز د هرات امبولانس مسوول ډاکټر ابراهيم محمدي وايي چې د يادې پېښې وژل شوى کس او ټپيان حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

ده وويل چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والو ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.