ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د يوه کانال د بيارغولو چارې پيل شوې

بغلان کې د يوه کانال د بيارغولو چارې پيل شوې

author avatar
30 Nov 2020 - 17:56
بغلان کې د يوه کانال د بيارغولو چارې پيل شوې
author avatar
30 Nov 2020 - 17:56

پلخمري (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٩): د بغلان ولايت په مرکز کې د نږدې ٦٨ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کانال د بيارغولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د بغلان د اوبو تنظيم ادارې مسوول انجنير محمد آصف وويل چې دغه کانال اته کيلومتره اوږدوالى لري چې ٦٧،٧ ميليونه افغانۍ يې په بياجوړولو لګول کيږي.

ده وويل چې د دغه کانال د بيارغولو لګښت د جرمني هېواد د اقتصاد وزارت له لوري ورکول کيږي.

د نوموړي په وينا، د دغه کانال په بياجوړېدو سره به ٣٥٠ هکتاره ځمکه په اسانۍ سره خړوبه شي چې ٣٠ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

ده زياته کړه چې د دغه کانال د جوړېدو چارې به د ١٥ مياشتو په اوږدو کې پاى ته ورسيږي چې ١٢ زره کسانو ته به د کار کولو زمينه برابره کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې د بغلان مرستيال والي ذبيح الله ا حساس وويل چې دغه پروژه بايد په ښه کيفيت او په خپل وخت کې بشپړه شي.

هغه وويل چې دغه پروژه د بغلان د اوسېدونکو لپاره يوه حياتي او مهمه پروژه ده.

د يادې پروژې چارې داسې مهال پيليږي چې د دغه ولايت اوسېدونکو په وار وار په دغه ولايت کې د پروژو د کار پر وخت نه خلاصېدو نيوکې کړې دي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.