ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ امنيه قوماندان: د پوليسو د غير مسلکي چلند له امله سيمې سقوط کوي

د بلخ امنيه قوماندان: د پوليسو د غير مسلکي چلند له امله سيمې سقوط کوي

author avatar
1 Dec 2020 - 12:13
د بلخ امنيه قوماندان: د پوليسو د غير مسلکي چلند له امله سيمې سقوط کوي
author avatar
1 Dec 2020 - 12:13

مزارشريف ( پژواک، ۱۱ليندۍ ۹۹): د بلخ ولايت امنيه قوماندان وايي، چې د پوليسو د يو شمېر منسوبينو د غير مسلکي چلند او همدا راز د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېرو ته پر وخت د امکاناتو نه رسېدو له امله سيمې سقوط کېږي.

جنرال سيد معراج الدين سادات دغه څرګندونې مزارشريف کې د جنرال عبدالرازق اڅکزي له پوځي او تعليمي مرکز څخه د ۶۰ تنه پوليسو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

بلخ کې د جنرال رازق د پوځي او تعليمي مرکز قوماندان سمونوال کمال الدين ياور پژواک اژانس ته وويل، چې ۶۰ تنه پوليس د څلور کلنو پوځي او مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته له دغه تعليمي مرکز څخه فارغ شول.

هغه زياته کړه، چې د فارغو شويو پوليسو په ډله کې ۸ تنه ښځې هم شته، چې د قانون د تنفيذ برخه کې به اغېزمنې تمامې شي.

نوموړی زياتوي، چې دغو پوليسو ته د څلورو کلونو په موده کې د مسلکي روزونکو له خوا د قانون، حقوقو او نظامي برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.

د هغه په خبره، دغه روزل شوي مسلکي پوليس به د بلخ د پوليسو په ليکو کې د مثبتو تغييراتو رامنځ ته کېدو لامل وګرځي.

په ورته مهال د بلخ امنيه قوماندان هم په همدې تړاو جوړو شويو مراسمو ته په خپلې وينا کې د پوليسو پر مسلکی کېدو ټينګار وکړ.

هغه ومنله، چې د پوليسو د يو شمېر منسوبينو د غير مسلکی چلند او همدا راز د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېرو ته پر وخت د امکاناتو نه رسېدو له امله سيمې سقوط کېږي.

امنيه قوماندان وويل: (( زموږ د ولسواليو د جګړې د کرښې پوليس له څو مياشتنۍ دندې وروسته مزار ښار ته د خپلو قانوني کارونو د طی مراحل کېدو لپاره راځي؛ خو دلته ورسره خشن برخورد کېږي، خبره يې نه اورېدل کېږي، بيا هغه سرتېری دا انګيزه اخلي، چې د چا لپاره او ولې خدمت کوي؟ همدا لامل کېږي چې زړه يې ماتېږي او وظيفه پرېږدي، چې ورسره زموږ چمتال، چهاربولک او دولت اباد سقوط کېږي)).

نوموړي همدا راز وويل، چې په يو شمېر ولسواليو کې د جنګ د لومړۍ کرښې سرتېرو ته پر وخت د خوراک او څښاک توکي او نور امکانات نه رسېږي، چې دا چاره د منفي پايلو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

امنيه قوماندان زياته کړه: (( زه خپله زارع ولسوالۍ ته تللی وم، د شپې د پوليسو په يوې قرارګاه کې پاتې شوم، تږی شوم؛ خو په ټوله قرارګاه کې د څښلو اوبه نه وې، کله چې سهار شو بيا مې د ملي اردو له يوې قرارګاه څخه د څښاک اوبه تر لاسه کړې، له دې ښکاري چې زموږ سرتېري په څومره سختو شرایطو کې دنده ترسره کوي)).

نوموړي له تازه فارغو شويو پوليسو وغوښتل، چې له خلکو سره مسلکي چلند وکړي، څو پر نظامي ارګانونو د خلکو باور زيانمن نه شي.

په ورته مهال هغه پوليس چې د څلور کلنو زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول وايي، چې د قانون د پلي کېدو برخه کې به هلې ځلې کوي.

څارمن خان محمد جعفري يو له همدغو پوليسو څخه دی.

نوموړي پژواک ته وويل، چې د څلورو کلونو په موده کې د مسلکي استادانو له خوا د حقوقي مسايلو، قانون او نظامي برخو کې ورته زده کړې ورکړل شوې دي.

د جعفري په وينا، هڅه به يې دا وي، څو پر ټولو خلکو يو شان قانون پلی کړي او د ناقانونه کړنو مخه ونيسي.

د بلخ امنيه قوماندان په دغو مراسمو کې له خلکو هم وغوښتل، چې د قانون پلي کېدو برخه کې له پوليسو سره همکاري وکړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.