ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 “د کندوز په کوويډ ١٩ روغتون کې يو شمېر خيالي کسان استخدام شوي”

 “د کندوز په کوويډ ١٩ روغتون کې يو شمېر خيالي کسان استخدام شوي”

author avatar
2 Dec 2020 - 17:06
 “د کندوز په کوويډ ١٩ روغتون کې يو شمېر خيالي کسان استخدام شوي”
author avatar
2 Dec 2020 - 17:06

کندوز ښار (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٩): د کندوز د کوويډ ١٩ روغتون يو شمېر کارکوونکي ادعا کوي چې په دغه روغتون کې يو شمېر خيالي کسان استخدام شوي او د ځينو کسانو بستونه خلاف د قانون اعلان ته ورکول شوي دي.

خو د کندوز د عامې روغتيا رياست مسوولينو د يادو کارکوونکو څرګندونې رد کړې او مغرضانه يې وبللې.

د کندوز د کوويډ ١٩ روغتون اداري مدير نسيم حسين زاده د ليندۍ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يو شمېر کسانو بستونه خلاف د قانون اعلان ته ورکول شوي، ترڅو نوي کسان يې پرځاى استخدام شي.

هغه وايي: ((دا کار د شفاخانې تمويل کوونکي موسسې کړې او هغه د دې لپاره کوي چې موږ يې ځينې غيرقانوني کارونه نه ترسره کوو، نو اوس دوى غواړي خپل کسان زموږ پرځاى استخدام کړي.))

حسين زاده زياتوي چې په دغه روغتون کې يو شمېر خيالي کارکوونکي او خيالي موټر هم پر دندو ګومارل شوي دي.

ده وويل: ((کارکوونکي نشته دي، موټر يې هم موږ ته نه دي رسېدلي، خو په نوم يې پيسې ايستل کيږي او د ناروغانو لپاره کافي اکسيجن هم نه لرو.))

هغه دا تور هم پورې کړ چې په دغه روغتون ٢٥ بستره دي، خو امکانات د پنځوس بسترو اخيستل کيږي.

دغه راز د ياد روغتون سرطبيب خسرو ابراهيم خېل وويل چې د روغتون اوسني پرسونل په ډېر بد حالت کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي، خو اوس يې بستونه اعلان ته سپارل شوي دي.

دى وايي: ((د قانون خلاف يې موږ تنقيص کړي يو او زموږ بستونه يې اعلان ته ورکړي دي، موږ په ډېرو سختو شرايطو کې دلته کار کړى دى.))

همدارنګه د ياد روغتون نرس طارق ابراهيم خېل هم وويل چې له دوى سره ظلم کيږي، بستونه يې اعلان ته ورکول شوي دي.

ده له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې دغه موضوع بايد جدي وڅېړي چې ولى د دوى بستونه اعلان ته ورکول شوي دي.

بل لورته د کندوز د عامې روغتيا رياست بيا يادې څرګندونې په کلکه ردوي.

د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي پژواک ته وويل، د يادو کسانو قراردادونه پوره شوي نو له اسنادو پرته تورونه پورې کوي.

دى وايي: ((د کوويډ ١٩ په روغتون کې نه فساد شته دى، نه خيالي کسان او موټر شته دي، د دغو کسانو وخت پوره دى، غواړي بې ځايه جنجال وکړي ترڅو په خپلو بستونو کې پاتې شي.))

د يادونې ده چې په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته ٨١٤ کسان په کندوز کې پر دغې ناروغۍ اخته شوي چې ٢٩ يې مړه شوي، خو ٤٤٠ تنه يې بېرته جوړ شوي دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.