کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۱۳۲ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۳۸۸ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لېندۍ په ١٣مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۴۲۹ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۱۳۲ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۳۸۸ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۶ کسان په کابل، ۶ په هرات، ۱۱ په کندهار، ۲۱ په بلخ، ٩ په پکتيا، ۱۷ په کندوز، ۱۲ په بغلان، ۹ په پنجشېر او نيمروز، ۳ په بادغیس، ۱۱ په هلمند، ۴ په غور، ۲ په غزني او يوه يوه په زابل او لوګر په ولايتونو کې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۴۵ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۷۳۴۷ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۶ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٨٤۷ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن