ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو په بلخ کې د حيرتان بندري ښارګوټي لويه لار وتړله

لاريون کوونکو په بلخ کې د حيرتان بندري ښارګوټي لويه لار وتړله

author avatar
6 Dec 2020 - 17:32
لاريون کوونکو په بلخ کې د حيرتان بندري ښارګوټي لويه لار وتړله
author avatar
6 Dec 2020 - 17:32

مزارشريف (پژواک، ۱۶ ليندۍ ۹۹): په بلخ کې د تښتول شوي ۹ کلن ماشوم د تښتولو په غبرګون کې لسګونو معترضينو، نن د حيرتان بندري ښارګوټي لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله.

معترضين وايي، څو پورې چې تښتول شوی ماشوم راخلاص نه شي، نو دوی به دغه لاره همداسې تړلې وساتي.

د افغانستان د ترکمنانو د ټولنيزې شورا مشر محمد کمال ګونش پژواک خبري اژانس ته وويل، نږدې ۴۰ ورځې کېږي چې ۹ کلن عبدالرووف له مزار ښار څخه تښتول شوی دی؛ خو تر دې مهاله يې حکومت په راخلاصولو کې پاتې راغلی دی.

ده زياته کړه، دوی درې ورځې وړاندې د بلخ ولايت مقام مخې ته اعتراض وکړ او حکومت ته يې درې ورځې وخت ورکړ چې څو تښتول شوی ماشوم راخوشې کړي.

د هغه په خبره، حکومت په دغه موده کې دوی ته قناعت ورکوونکی ځواب ورنه کړ، نو دوی مجبور شول چې د حیرتان بندر لويه لار وتړي.

د ترکمنانو د شورا مشر همدا راز ګواښ کوي، که يې غږ وانه ورېدل شي، نو په شمال کې د آقينې بندر لويه لار او همدا راز د مزار – شبرغان لويه لار به هم د اعتراض په ډول وتړل شي.

نهه کلن عبدالرووف نږدې ۴۰ ورځې وړاندې له مزارشريف ښار څخه تښتول شوی دی.

د تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي پژواک ته وويل، تښتوونکي يې د زوی د خوشې کېدو په بدل کې د يو نيم ميليون ډالرو د ورکړې غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه، له اولې ورځې يې ټولو اړوندو دولتي ادارو ته مراجعه کړې ده، خو تر اوسه يې د زوی د پيدا کېدو کوم سرنخ نه دی پيدا شوی.

محمد نبي وايي، تښتوونکي يې د ۹ کلن زوی د ځورولو ويډيو ورته را لېږي.

بلخ کې د ترکمنانو د شورا يوه بل غړي محمد اکبر پژواک ته وويل، په روان کال کې له مزارشريف څخه يواځې ترکمن قوم پورې تړلي ۱۷ کسان تښتول شوي، چې ځينې وژل شوي او ځينې نور يې د پيسو په بدل کې راخوشې شوي دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل، سيمه ييزه اداره هڅه کوي چې تښتول شوی ماشوم راخلاص کړي.

هغه زياته کړه، تر دې مهاله د ماشوم د خلاصولو لپاره پنځه ځله عمليات ترسره شوي دي. په نږدې وخت کې به له کابله يو عملياتي ټيم بلخ ته ولېږل شي، ترڅو تښتول شوی ماشوم پيدا او راخلاص کړي.

حيرتان شمال زون کې لوی تجارتي بندر دی، چې د لارې په تړل کېدو سره يې سوداګریز سکټور ته د مالي زيانونو اوښتو اندېښنه موجوده ده.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.