ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له خلیلزاد سره د خپلو بندیانو ازادېدو او له تور لېسته د مشرانو ایستلو په اړه خبرې کړې

طالبانو له خلیلزاد سره د خپلو بندیانو ازادېدو او له تور لېسته د مشرانو ایستلو په اړه خبرې کړې

author avatar
6 Dec 2020 - 11:59
طالبانو له خلیلزاد سره د خپلو بندیانو ازادېدو او له تور لېسته د مشرانو ایستلو په اړه خبرې کړې
author avatar
6 Dec 2020 - 11:59

کابل (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٩): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېر ماخوستن په قطر کې د طالبانو له سياسي مرستيال ملا برادر او د مرکچي پلاوي له مشر او غړو سره ليدلي دي.

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند ډاکتر نعيم د لېندۍ په ١٦مه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د طالبانو سياسي مرستيال او د سياسي دفتر رييس ملا برادر، د دوى د مذاکراتي ټېم مشر مولوي عبدالحکيم او ورسره پلاوي او د امريکا متحدو ايالتونو د ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد او ورسره هيئت ترمنځ ناسته وشوه.

هغه زياته کړې چې په دې ناسته کې په عام ډول د دواړو لورو ترمنځ د شوې توافقنامې د اهميت په اړه خبرې وشوې.

د نوموړي په خبره، همدارنګه د طالبانو د پاتې بنديانو د ازادېدو او له تور لېسته د دوى د مشرانو او اعضاوو د نومونو ایستلو په اړه هم بحث وشو.

نعيم زياتوي چې دغه راز د بین الافغاني مذاکراتو، په ځانګړي ډول د وروستي پرمختګ او نورو اړوند موضوعاتو په اړه له خليلزاد سره خبرې شوې دي.

تېره پنجشنبې (د لېندۍ ١٣مه) يو شمېر رسنيو خبر ورکړ چې زلمى خليلزاد قطر ته تللى او ټاکل شوې ده چې د دولت له مرکچي پلاوي او طالب مشرانو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

دغه راز د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له شاوخوا درې مياشتو بحثونو وروسته تېره اوونۍ په رسمي توګه د مقدمې په ګډون د سولې خبرو ٢١ماده ييز طرزالعمل نهايي او توافق پرې وشو.

د دې ترڅنګ تېره ورځ (د لېندۍ ١٥مه) د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو غړو د سولې خبرو د اجنډا جوړېدو په اړه لومړنۍ ناسته ترسره کړه او پر دې بحث وشو چې په اجنډا کې کوم مهم موضوعات د بحث او توافق لپاره داخل کړي.

د يادونې ده، د روان کال د وږي په ٢٢مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او د طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ رسماً د سولې خبرې پيل شوې.

Visits: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.