منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د دهراوود په جګړه کي یو واکسیناتور وژل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۶ کتنې
دهراوود کي یو واکسیناتور وژل
دهراوود کي یو واکسیناتور وژل

ترينکوټ (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٩): د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې یو واکیسناتور هم د ولسوالۍ په روغتون کې وژل شوى دى.

د اروزګان د عامې روغتیا ریاست د واکسین برخې مسوول سیف الدین پژواک ته وويل چې سات محمد نن سهار په روغتون کې پر ډزو وژل شوی دى.

سیف الدین وایي، تر اوسه معلومه نه ده چې د کومې ډلې له خوا په نښه شوی، خو په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

دى زياتوي: ((سات محمد کلونه د ولسوالۍ په روغتون کې واکسيناتور و، خو نن سهار په روغتون کې وژل شوى دى.))

د وژل شوي روغتیایي کارکوونکي د تره زوی اغاجان پژواک ته وویل، سات محمد نن سهار روغتون کې پر ډزو لګېدلی او مړ شوى دى.

هغه وایي، د نوموړي جسد اوس هم سیمه کې پروت دى او د جګړې له امله هغوی یې نه شي ترلاسه کولای.

درې ورځې مخکې امنیتي ځواکونو دهراوود ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونيوله چې د بیاځلي نیولو لپاره يې طالبانو یوځل بیا هڅې پيل کړې دي.