ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

author avatar
7 Dec 2020 - 12:05
د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه
author avatar
7 Dec 2020 - 12:05

چاريکار(پژواک، ١٧ لیندۍ ٩٩): د سالنګونو د مراقبت او ساتنې ریاست وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو او توند باد له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اجرايیه مدیر سمېع الله ولي زاده نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لویه لار د شپې له ۱۱ بجو وروسته د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو د ځنځیر (چین) لرونکو بار وړونکو موټرو لپاره د تګ راتګ زمینه مساعده ده.

نوموړي زیاته کړه، د وړاندوینې له مخې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو به د واورې ورښت دوام وکړي.

د هغه په خبره، اوس په شمالي سالنګ کې د واورې اندازه ۱۶ ساتنې متره او په سوېلي سالنګ کې ۱۵ سانتي متره ده.

د سالنګ لویې لارې مسوولین ټینګار کوي، هغه موټر چلوونکي چې له دې لارې د تګ راتګ قصد لري باید ژمني تجهیزات په ځانګړې توګه ځنځیر (چین) ولري او ګرمې جامې، احتیاطي خواړه او اضافي روغنيات ولري.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.