ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په ارغنداب کې یو ځل بیا جګړې پیل او خلک کډې کولو ته اړ شوي

د کندهار په ارغنداب کې یو ځل بیا جګړې پیل او خلک کډې کولو ته اړ شوي

author avatar
8 Dec 2020 - 17:53
د کندهار په ارغنداب کې یو ځل بیا جګړې پیل او خلک کډې کولو ته اړ شوي
author avatar
8 Dec 2020 - 17:53

کندهار (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو ځل بیا جګړې پیل شوي او لسګونه کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې دا دویم ځل دی چې وسله وال د کندهار ښار په ۷ کیلومترۍ کې پر دغې ولسوالۍ برید کوي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم وسله والو طالبانو پر دغې ولسوالۍ برید وکړ او تر ارغنداب سیند پورې یې سیمې او امنیتي پوستې ونیولې چې وروسته د پراخو عملیاتو په پایله کې وسله وال وتلو ته اړ شول.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یو ځل بیا سلګونه وسله وال ارغنداب ولسوالۍ ته راغلي، یو شمېر سیمې یې نیولي او په یو شمېر سیمو کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د جګړو له امله لسګونه کورنۍ یو ځل بیا اړې شوي چې په دې یخ ژمي کې خپل کورونه پرېږدي او د خپلو سرونو د خوندیتوب په موخه کندهار ښار ته مخه کړي.

د ارغنداب ولسوالي د تابین کلي اوسېدونکي جمعه ګل چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د جګړې له امله کور پرېښودو ته اړ شوی او کندهار ښار ته پر لاره و، پژواک اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو یو وار بیا د ولسوالۍ ګڼې سیمې نیولي او له تېرې ورځې راهیسې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

دی وايي، طالبانو یو وار بیا د سیند تر غاړې پورې ټولې سیمې او په تابین سیمه کې یې امنیتي پوستې محاصره کړې دي.

د ده په خبره، په دې یخ ژمي کې یو وار یوه میاشت مخکې کور پرېښودلو ته اړ شو او اوس دا دی بیا د جګړې له زوره کور پرېښودلو ته اړ شوی دی.

جمعه ګل وویل، اولادونو یې تېره شپه له وېرې تر سهاره رڼه تېره کړې او په دې تمه وو چې رڼا شي او له سیمې ووځي.

هغه چې ډېر درېدلی ښکارېده، زیاته کړه: ((دا مسلماني ده؟ موږ کومه ګناه کړې چې په دې یخ ژمي کې له خپلو ماشومانو او عاجزو سره کډې کولو ته اړ کېږو؟))

د ارغنداب ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي اختر محمد پژواک اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو دوه اوونۍ وړاندې خلکو ته خبر ورکړی و چې د ولسوالۍ د بیا نیولو پلان لري او خلک باید ووځي.

دی وايي، طالبانو یو ځل یوه میاشت مخکې په داسې حال کې په دې ولسوالۍ کې جګړه پیل کړه چې د انارو حاصلات تازه رسېدلي وو او خلکو بشپړ کال همدې ته انتظار کړی وو، اوس چې د ژمي یخه څپه پیل شوې بیا خلک خپلو کورونو ته پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د ده د معلوماتو له مخې، له تېرې ورځې راهیسې د ارغنداب د ګڼو کلیو سلګونو کورنیو خپل کورونه پرې ایښي او کندهار ښار ته یې په داسې حال کې پناه وړې چې د شپې د تېرولو ځای نه ورته پیدا کېږي.

دی وايي، اخر دا ظلم به تر کومې روان وي؟ دا خلک اخر څه غواړي او ولې دا بې ګناه خلک ځوروي؟ دوی له خدایه نه وېرېږي؟

د منارې کلي یوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک اژانس ته وویل، تېره شپه د ولسوالۍ د ځینو کلیو پنځو نورو کورنیو هم د جګړې له امله د دوی کور ته پناه راوړې وه او نن یو ځای کندهار ښار ته راغلي دي.

دی هم وایي، چې وسله والو طالبانو د ارغنداب یو شمېر سیمې بیا نیولې دي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د ده په خبره، ډېره جګړه د دې ولسوالۍ په چهار غولبې او ده لاهور سیمو کې ده.

پژواک هڅه وکړه چې د ارغنداب د وروستي وضعیت په اړه د دې ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قوماندان نظر واخلي خو بریالي نه شوو.

خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کشفي او اوپراتیفي معلوماتو له مخې د هېواد د ۱۸ سرد سیر ولایتونو سلګونه وسله وال ګرمسېر ولایتونو ته راغلي څو دلته ناامني خپره کړي.

هغه زیاته کړه، وسله والو ډېر تمرکز د کندهار پر ستراتېژیکو ولسواليو میوند، ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو دی او دلته یې جګړه پیل کړې ده.

خو ده وویل، لکه تېر ځل چې په ارغنداب کې وسله وال طالبان مات شول، دا ځل به بیا امنیتي ځواکونه هغوی ته درنه ماتې ورکوي او نه یوازې ارغنداب بلکې د ژېړۍ او پنجوايي په ګډون به سیمې او ولسوالۍ له وسله والو پاکوي.

دی وايي، دا چې وسله وال له خلکو او د هغوی له کورونو د سپر په توګه کار اخلي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي خپل عملیات په پوره تدبیر مخ ته یوسي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د ارغنداب د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تېره شپه د کندهار په ژېړۍ، پنجوايي، میوند او ارغستان ولسواليو کې سختې جګړې شوې دي.

د کندهار د امنیت امر جنرال فرید مشعل ویلي، چې په ژېړۍ، پنجوايي، میوند او ارغستان ولسوالیو کې يې ۱۳ وسله وال وژلي او پنځه نور يې ټپیان کړي دي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.