ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د انعکاس تلوېزيون خبرياله او موټر چلوونکی يې ووژل شول

په ننګرهار کې د انعکاس تلوېزيون خبرياله او موټر چلوونکی يې ووژل شول

author avatar
10 Dec 2020 - 10:23
په ننګرهار کې د انعکاس تلوېزيون خبرياله او موټر چلوونکی يې ووژل شول
author avatar
10 Dec 2020 - 10:23

جلال اباد (پژواک، ۲۰ ليندۍ ۹۹): په ننګرهار کې د انعکاس په نوم د يوه خصوصي تلوېزيون خبرياله او موټر چلوونکی يې په يوه وسله وال بريد کې ووژل شول.

چارواکي وايي، یاده خبریاله له کوره د کار ځای پر لور روانه وه چې وسله والو پرې ډزې وکړې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار اووه بجې او لس دقيقې د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند عربانو ګلایي سيمه کې د ملالۍ ميوند پر موټر ناپېژندو وسله والو ډزې وکړې.

دی وايي، په دغه بريد کې ملالۍ ميوند او د نوموړې موټر چلوونکی طاهر خان ووژل شول.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل هم وايي چې د پېښې له ځايه ورته دوه جسدونه انتقال شوي چې يوه يې ملالۍ ميوند او بل هم يو نارينه دی.

انعکاس تلوېزیون هم پر خپله ټويټرپاڼه دغه پېښه تاييد کړې ده.

تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د یاد بريد مسووليت نه دی منلی.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.