ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي

په بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي

author avatar
10 Dec 2020 - 18:25
په بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي
author avatar
10 Dec 2020 - 18:25

مزارشريف (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۹۹): په بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله د درېیو ښځو او یوه ماشوم په ګډون اووه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بلخ د پولیسو مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل نن د لیندۍ په ۲۰ مه پژواک ته وویل، یاده پېښه تېر ماښام د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د عادل په خبره، یو باروړونکي موټر چې له شولګرې ولسوالۍ څخه مزار شریف ته روان و له سراچې موټر سره ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه، په دغه ټکر کې په سراچه موټر کې ناستو اووه کسانو ساه ورکړې او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره په مړو کې درې ښځې، درې نارینه او یو ماشوم شامل دی او دوه ښځې ټپیانې دي.

نوموړي زیاته کړه، د دې پېښې په تړاو د باروړونکي موټر موټر چلوونکی نیول شوی او تر څارنې لاندې دی.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.