منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل ښار کې د توغندیو لګېدو له امله درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۱ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۹۹): د کابل ښار امنیتي مسوولین وايي چې پر دغه ښار د ۱۰ توغندیو لګېدو له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي چې نن سهار شپږ نیمې بجې د کابل ښار د خیرخانې له لب جر سیمې، له یوه سراچې موټره لس توغندي فیر شوي چې درې یې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه لګېدلي او هېڅ زیان نه لري.

هغه وايي، پنځه توغندي د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د هواپېژندې د استوګنې پر سیمه لګېدلي، یو د نهمې ناحیې په زن اباد سیمه او یو بل توغندی د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د خواجه رواش د استوګنې پر سیمه لګېدلي چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، د څېړنو ډله یادو سیمو ته رسېدلې او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو ځل مخکې هم د دولت وسله والو مالفینو له موټره په استفاده د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو څو توغندي توغولي وو.

د دولت مخالفو وسله والو په وروستي ځل د تهیه مسکن په سیمه کې له موټره په استفاده د کابل ښار پر مختلفو سیمو توغندي فیر کړل چې له امله یې پنځه کسان ووژل شول او تر لسو ډېر ټپیان شوي وو.