ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د ارغنداب په هوايي برید کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي

خلک: د ارغنداب په هوايي برید کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
13 Dec 2020 - 13:30
خلک: د ارغنداب په هوايي برید کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
13 Dec 2020 - 13:30

کندهار (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۹۹): د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

خو امنیتي چارواکي یې په اړه څه نه وايي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه برید تېره شپه د درنې جګړې پر مهال د دغې ولسوالۍ په ده سبزي کلي کې شوی دی.

خلکو غوښتل د وژل شوو ملکي وګړو جسدونه د ولایت مقام مخې ته راوړي، خو د باغ پُل په ساحه کې یې پولیسو مخه نیولې ده.

د ده سبزي کلي اوسېدونکي او د وژل شوو ملکي وګړو یوه خپلوان عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د ملکي وګړو پر یوه کور بمبار شوی چې له امله يې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په وژل شوو کې د کور څښتن، د هغه ورور او نور ټول ښځې او ماشومان شامل دي چې عمرونه یې د دوو او درېیو کلونو تر منځ دي.

د ده په خبره، د سیمې اوسېدونکو غوښتل د وژل شوو وګړو جسدونه د اعتراض په توګه د ولایت مقام مخې ته یوسي، خو د باغ پُل په ساحه کې پولیسو د مخکې تګ اجازه ور نه کړه.

په سیمه کې یوې امنیتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه کور په مېلمستون کې وسله وال طالبان دیره وو چې هغوی ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پژواک اژانس هڅه وکړه، چې د دې پېښې په اړه د چارواکو نظرونه واخلي خو څوک یې په اړه څه نه وايي.

خو د ملي دفاع وزارت وايي، چې دغه وزارت د کندهار  ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې عامو وګړو ته د تلفاتو رسېدو په تړاو د راپورونو له خپرېدو څخه خبر دی او د ۲۰۵ اتل قول اردو، د کندهار امنیه قوماندانۍ او د ارغنداب ولسوالۍ د مقام په ګډون ګډ پلاوی ددغې موضوع د څېړلو لپاره ګومارل شوی دی.

سرچينې زياته کړې، د ملکي کسانو د ځان او مال ژغورل د دفاعي او امنیتي ځواکونو د کارونو په لومړیتوب کې دی او تل د مشرتابه له لوري دفاعي او امنیتي ځواکونو ته هدایت شوی څو په دې برخه کې له لازم دقت څخه کار واخلي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي،  چې تېره ورځ وسله والو طالبانو دکندهار ډنډ، ژېړۍ،ارغنداب، ميوند او شاه ولیکوټ اړوند سیمه کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد کړى و.

د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دطالبانو برید ناکام او شنډ کړ او د نښتې په پایله کې ۵۱ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

بل خوا وسله والو طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان سیمې په ده سبزي کلي کې بمبار شوی چې له امله یې ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دوی دغه برید په کلکه غندي او غچ به یې اخلي.

ارغنداب ولسوالي چې د کندهار ښار په شمال کې د ۷ کیلومترو په واټن پرته ده له تېرو څو ورځو راهیسې د سختو جګړو شاهده ده او امنیتي ځواکونو په کې هوايي او ځمکني عملیات پيل کړي دي.

په جګړو کې یو شمېر پلونه او ټولګټي ځایونه ویجاړ شوي او د خلکو کورونو او باغونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

Visits: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.