Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې د لغمان په اليشنک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد او شکرمان سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

دولتزى زياتوي چې د يادې جګړې په ترڅ کې د طالبانو د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او د ماشومانو په ګډون نهه تنه نور ټپيان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې په جګړه کې د طالبانو يو مهم غړى عبدالمالک وژل شوى او ګڼ شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند زياتوي چې په دغه جګړه کې دوه سرتېري هم برسېرن ټپيان شوي دي.

همدارنګه د لغمان د عامې روغتيا رييس عبدالحميد صاحبزاده پژواک ته وويل چې د اليشنګ د تېرې شپې له جګړې څخه درې جسدونه او ١٢ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

دى وايي چې د نورو ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه دى خو يواځې يو تن د ښې درملنې په موخه کابل ته انتقال شوى دى.

دغه راز د اليشنګ د اسلام اباد سيمې اوسيدونکي حکمت پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

خو هغه د يادې جګړې د تلفاتو په اړه معلومات نه درلودل.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په اسلام اباد سيمه کې د حکومتي ځواکونو د ډسي توپ يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې ده.

دى زياتوي چې د يادې مرمۍ د لګېدو له امله يوه ماشومه وژل شوې او څلور نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده چې اليشنګ د لغمان ولايت د ناامنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې کيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.