ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه : په افغانستان کې د جګړې دوام د سولې خبرو ته زيان رسوي

اروپايي ټولنه : په افغانستان کې د جګړې دوام د سولې خبرو ته زيان رسوي

author avatar
15 Dec 2020 - 18:29
اروپايي ټولنه : په افغانستان کې د جګړې دوام د سولې خبرو ته زيان رسوي
author avatar
15 Dec 2020 - 18:29

کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٩) : اروپايي ټولنې ويلي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي دوام به د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي او زيان ورته رسوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوبيا  د ليندۍ په ٢٥مه، په خپله ټويټر پاڼه کې يوه پوسټ سره د تاوتريخوالي پر زياتوالي په ځانګړي ډول هدفي وژنو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

هغه هيله څرګنده کړې چې د مذاکراتو له وقفې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ هم ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو تر درې مياشتنيو خبرو اترو وروسته د درې اوونيو لپاره په خبرو کې پر وقفې موافقه کړې او ټاکل شوې ده چې نن شپه د افغانستان مذاکراتي ټيم له قطر څخه کابل ته راورسيږي.

د اروپايي ټولنې استازي ليکلي، که وضعيت په همدې ډول روان وي “نور نو دلته جګړه او خبرې نه کېږي، بلکې يوازې جګړه به وي. دا د افغانستان د سولې تنکی بهير نور هم ستونزمن کولی شي”.

نوموړي په داسې حال کې دا څرګندونې کړې دي چې د نورو نا امنيو ترڅنګ نن د کابل ولايت مرستيال ، د غور د ولايتي شورا غړى او د کندهار يو څارنوال په هدفي وژنو او چاودنو کې ووژل شول.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو، ناټو او ځينو نورو نړيوالو سازمانونو هم په افغانستان کې پر بېړني اوربند او تاوتريخوالي کمولو ټينګار کړى دى.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.