ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشري حقونه: د غزني د ګيلان پېښه د یوې سرګلولې چاودنې له امله رامنځته شوې ده

بشري حقونه: د غزني د ګيلان پېښه د یوې سرګلولې چاودنې له امله رامنځته شوې ده

author avatar
19 Dec 2020 - 15:46
بشري حقونه: د غزني د ګيلان پېښه د یوې سرګلولې چاودنې له امله رامنځته شوې ده
author avatar
19 Dec 2020 - 15:46

غزني ښار (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٩): د بشري حقونو کمېسيون او د سيمې اوسېدونکي وايي چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې ٣٥ ماشومانو ته د يوې ناچاودلې سرګلولې د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

پرون ماسپښين مهال د غزني د ګيلان ولسوالۍ په اغوجان سيمه کې چاودنه وشوه چې له امله يې ١٥ ماشومان ووژل شول او ٢٠ نور ټپيان شول.

په دې اړه د کورنيو وزارت وياند طارق ارين وويل، د غزني د ګيلان ولسوالۍ د اغوجان سیمې په يوه کور کې د قران کريم د ختم مراسم روان وو چې له چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټر په کې چاودلی دی.

ده زياته کړې، په دې پېښه کې ۱۵ ملکيان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د غزني ولايت مقام هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه چاودنه په يوه کور کې دننه په يوه زرنج کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

خو بل لور ته د بشري حقونو کمېسيون د مطبوعاتو او اطلاعاتو مشر ذبيح الله فرهنګ پژواک ته وويل چې په ګيلان ولسوالۍ کې چاودنه د يوې سرګلولې له امله وه.

هغه وايي: ((په دې پېښه کې ٣٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، دا موږ ته د جدي اندېښنې وړ دى، د حکومت او طالبانو د کنټرول په سيمو کې اوس هم ناچاودلې مرمۍ او ماينونه شته، هم حکومت او هم طالبان بايد خپلې سيمې له ناچادولو چاودېدونکو توکو څخه پاکې کړي.))

په ورته وخت کې د طاهر خان په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي چې دوه اولادونه او يو وراره يې په دې پېښه کې وژل شوي پژواک ته وويل: ((يو کباړي کوڅې ته راغى، کوم ماشوم ورته د هاوان سرګلوله وړې چې دا واخله، هغه نه ده اخيستې او لرې یې اچولې ده، بيا دې نورو ماشومانو منډه کړې چې دا سرګلوله ځان ته واخلي، په همدې وخت کې چاودنه کړې ده.))

خو دى وايي چې په دې پېښه کې ١٣ ماشومان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، ډېرى مهال د ناچادولو توکو د چاودنې له امله ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.